پاکستان په لومړی ټیسټ لوبه کې سویلي افریقا ته ماتي ورکړه | خبریال

پاکستان په لومړی ټیسټ لوبه کې سویلي افریقا ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د سويلي افریقا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړی ټیسټ لوبه کې چې کراچۍ ښار کې ترسره شوه،پکې کوربه پاکستان کرکټ لوبډلې په اوو ویکټو بریا خپله کړه.

سویلي افریقا کرکټ لوبډلې پخپل لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۰ او په دوهم وار بیټینګ کې ۲۴۵ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره په لومړي اننګز کې الګر تر ټولو ډیرې (۵۸) منډې جوړې کړې.په دوهم اننګز کې بیا تر ټولو ډیرې منډې مرکرم (۷۴) جوړې کړې.

پاکستان لخوا په لومړي اننګز توپ اچونه کې یاسر شاه (۳) او په دوهم اننګز کې نعمان علي (۵) ویکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې یې پاکستان پخپل لومړي اننګز کې د ۳۷۸ او په دوهم اننګز کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۹۰ منډې جوړې کړې او سیالي یې په اوو ویکټو وګټله.

پاکستان ته په لومړي اننګز فواد عالم (۱۰۹) او په دوهم اننګز کې بابر اعظم (۳۰) زیاتې منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا ته په لومړي اننګز توپ اچونه کې رباډا او مهراج (۳-۳) او په دوهم اننګز کې انریچ دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي د سويلي افریقا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه به د فبرورۍ په څلورمه نېټه راولپنډۍ ښار کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ