ټي ټين لیګ: درویش رسولي ښه وځلید،خو لوبډله یې له ماتي سره مخ شوه | خبریال

ټي ټين لیګ: درویش رسولي ښه وځلید،خو لوبډله یې له ماتي سره مخ شوه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په لس اوریزه لیګ سیالیو کې قلندرز لوبډبې په نهو ویکټو د درویش رسولي اړوند پوني لوبډلې ته په ۹ ویکټو ستره ماتي ورکړه.

قلندرز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنې بلنه پوني ډېویلز لوبډلې ته ورکړه.

پوني لوبډلې کډمور (۵۴) او درویش رسولي د (۳۹) ناسوځیدلو منډو په مټ په لس اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۷ منډې جوړې کړې او قلندرز لوبډلې ته یې د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه.

ټاکل شوی هدف د قلندرز لوبډلې لخوا د لوبې په اتم اور کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او په ۹ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د قلندرز لوبډلې له لوري ټام بنټن (۴۵)،شارجیل خان (۲۸) ناسوځیدلي منډې او سهیل اختر (۳۳) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

هیره دې نه وي چې قلندرز لوبډلې سره عظمت الله عمرزی هم مل وو،نوموړي یو اور ترسره کړ (۱۷) منډې یې ورکړې کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

درویش رسولي ۳۹ منډې په ۲۴ توپونو ترلاسه کړي وې،چې پدې کې ۴ څلوریزې او یوه شپږیزه هم شامله وه.

څو شیبې وروسته به د ماراټه او ډهلي ترمنځ پنځمه سیالي پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ