ټي ټین لیګ: ډهلي بولز دوهمه بریا هم خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ: ډهلي بولز دوهمه بریا هم خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ټي ټین لیګ سیالیو په دوام پنځمه لوبه کې ډهلي بولز لوبډلې د جاوید احمدي او یامین احمدزي اړوند ماراټه عربیانز لوبډلې ته ماتي ورکړه.

ډهلي بولز لوبډلې د سیالۍ ټاس وګاټه او لومړی فیلډینګ غوره کړ.

ماراټه لوبډلې ټاکلو لس اورونو کې د د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۸۷ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۸۸ آسانه منډو هدف وټاکه.

د ماراټه لوبډلې لخوا توپ وهنه کې جاوید احمدي د یوې شپږیزې او دوو څلوریزو په مټ په ۱۹ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې.

په نورو توپ وهونکو کې لیوس (۱۱) او د لوبډلې مشر مسادک حسین (۳۵) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د ډهلي بولز لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې علي خان،بټ او اډورډز (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د ډهلي لوبډلې له لوري د لوبې په پنځم اور کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او په ۹ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د ماراټه لوبډلې لخوا یامین احمدزي یو اور ترسره کړ (۱۲) منډې یې ورکړې او رحمن الله ګربز ویکټ یې ترلاسه کړه.

یاده دې وي چې دا د ډهلي بولز لوبډلې دوهمه پرلپسې بریا وه.

څو شیبې وروسته به شپږمه لوبه د ابوظبي او دېکن ګلډیئټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي هم شتون لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ