ټي ټین لیګ: شپږمه لوبه کې دېکن ګلډیئټرز لوبډلې بریا خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ: شپږمه لوبه کې دېکن ګلډیئټرز لوبډلې بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ټي ټین لیګ سیالیو په دوام د تیرې شپې په شپږمه لوبه کې د شهزاد محمدي اړوند دېکن ګلډیئټرز لوبډلې لومړی بریا خپله کړه.

ابوظبي لوبډله چې د نجیب الله ځدراڼ،نوین الحق،سټرلینګ او کریس ګېل یې هم له ځان سره درلودل،ونشول کولای چې ښه وځلیږي او یادې لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۹۵ منډې جوړې کړې او د ۹۶ آسانه منډو هدف یې وټاکه.

د ابوظبي له لوري توپ وهنه کې نجیب الله ځدراڼ (۴)،نوین الحق (۴)،کریس ګېل (۴)، سټرلینګ (۴) او یوازې کپتان لوک رایټ تر ټولو ډیرې (۲۵) منډې جوړې کړې.

دېکن لوبډلې له لوري توپ اچونه کې ظهور خان (۳)،امتیاز احمد (۲)،ناراین او سمرز (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د دېکن لوبډلې د لوبې په وروستي اور څلورم توپ سره د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۶ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د دېکن له لوري توپ وهنه کې شهزاد په ۱۴ توپونو د یوې شپږیزې او درې څلوریزو په مرسته (۲۱)،ډلپورټ (۴۰) او کیرون پولارډ (۲۴) منډې جوړې کړې.

د ابوظبي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې اوورټن (۳) او روښان مصطفی یو لوبغاړی وسوځاوه.نوین دوو اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې،خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

نن به بیا هم درې سیالۍ ترسره شي،لومړی سیالۍ کې به ماراټه له بنګله ټایګرز،دوهمه سیالۍ کې به قلندرز له ابوظبي او دریمه لوبه کې به ډهلي بولز له نرترن وريئرز لوبډلې سره سیالي ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ