د زمبابوې سره د سیالیو نېټې د نه اعلان په اړه، پر کرکټ بورډ د خلکو نیوکې! | خبریال

د زمبابوې سره د سیالیو نېټې د نه اعلان په اړه، پر کرکټ بورډ د خلکو نیوکې!

کریکبال وېبپاڼه- دا چې راتلوونکي میاشت د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیالیو سیریز ترسره کیږي،خو لا هم افغان کرکټ بورډ د زمبابوې سره د سیالیو کوربتوب په اړه چوپه خوله پاتي شوی دی.

زمبابوې کرکټ لوبډلې ته څو ورځې وړاندې د سپورټ اداري کمیسون لخوا د کرونا څخه محفوظ چاپیریال کې د تمریناتو اجازه ورکړل شوه.

د تمریناتو اجازه ترڅنګ زمبابوې لوبډلې ته د افغانستان سره د سیالیو اجازه هم ورکړل شوه.

که څه هم په اجازه لیک کې زمبابوې لوبډلې ته د اماراتو او هندوستان دورې اجازه ورکړل شوې،خو احتمال دا دی چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز په عمان هیواد کې ترسره شي.

که څه هم دواړه کرکټ بورډونه د سیریز د ځای په اړه خاموشي اختیاروي،خو عمان کرکټ بورډ له دوی وړاندې خبر ورکړئ چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ سیالۍ به د دوی په کوربتوب ترسره شي.

په هر حال د کرکټ مینه والو لخوا په افغان کرکټ بورډ ضعیفې ادارې نیوکې شوي.

دوی وایي د زمبابوې سیالیو کوربتوب هم افغانستان کوي او کوربه هیواد اړ دی چې د ځای او سیالیو د نېټو په اړه معلومات خپره کړي.

یوې نړیوالې سپورټي رسنۍ خبریال د کرکټ بورډ د رسنیو منیجر حکمت حسن څخه د افغانستان او زمبابوې د سیالیو د نېټې په اړه پوښتلي وو،خو هغه یې په ځواب کې د دغو سیالیو په اړه بې خبري ښودلي وه.

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پدې وروستیو کې میلمه ایرلینډ لوبډلې ته درې په صفر سخته ماتي ورکړه،خو ددغو سیالیو وړاندې افغان لوبغاړو ته د اماراتو ویزې نه وې ورکړل شوې چې وروسته د ایرلینډ کرکټ بورډ له مداخلې وروسته افغان لوبغاړو ته د اماراتو ویزې ورکړل شوې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ