د پاکستان او سويلي افریقا سيالۍ لپاره سترې لارې تړل کیږي | خبریال

د پاکستان او سويلي افریقا سيالۍ لپاره سترې لارې تړل کیږي

کریکبال وېبپاڼه- پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې د سويلي افریقا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمې ټیسټ سيالۍ لپاره چې په راولپنډۍ ښار کې ترسره کیږي،ټولې سترې او واړې لارې به د ترافیکو پر مخ وتړي.

سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پدې وروستیو کې د څوارلس کلن ځنډ وروسته پاکستان ته ستانه شوه،پاکستان کرکټ بورډ هم تر خپلې وسې پورې هڅه کوي چې نړیوالو بهرنیو لوبډلو ته پاکستان کې د سيالیو لپاره بشپړ امنیت برابر کړي.

که څه هم چې بهرنۍ لوبډلې لا هم د پاکستان امنیت د خوندیتوب په اړه په شک کې دي او په ډاډه زړه پاکستان ته د سيالیو لپاره سفر نه کوي،خو د سويلي افریقې لوبډلې په سفر سره نورو لوبډلو ته هم ډاډ ورکوي،تر څو په راتلوونکي کې پاکستان ته د سيالیو لپاره سفر وکړي.

لدې وړاندې بنګله دېش،ویسټ انډيز،افغانستان،زمبابوې لوبډلو هم پاکستان ته د سيالیو لپاره سفرونه کړي دي.

پاکستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په راتلوونکي کې به انګلستان او اسټرالیا لوبډلې هم پاکستان د سيالیو لپاره سفر وکړي.

د پاکستان او سويلي افریقا ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه چې په کراچۍ ښار کې ترسره شوه،پکې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په اسانۍ سره په ۷ ویکټو میلمه سویلي افریقا لوبډلې ته ماتي ورکړه.

ټاکل شوي چې د پاکستان او سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به وروستۍ او دوهمه ټيسټ لوبه په راولپنډۍ ښار کې ترسره شي.

دا چې لا هم د پاکستان امنیت خراب دی،لا همدې کبله پاکستان کرکټ بورډ د دوهمې ټيسټ لوبې د بشپړ امنیت لپاره لوبغالي ته ورتلوونکي ټولې لارې تړلي دي چې ورسره خلک هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

پدې وروستیو کې پاکستان کرکټ بورډ له زمبابوې او افغانستان کرکټ بورډونو څخه هم غوښتنه کړي وې،چې د دوی ترمنځ پخپلو منځونو کې سیریز د اماراتو او یا عمان په ځای پاکستان خاوره کې ترسره کړي،چې دوی به ورته بشپړ سهولتونه هم برابر کړي.

پدې اړه افغانستان او زمبابوې کرکټ بورډونو کوم ځواب ندی ورکړئ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ