اجینکیا رهاني: که تاریخ هم جوړ کړ باید خپل سيال ته احترام ولرې | خبریال

اجینکیا رهاني: که تاریخ هم جوړ کړ باید خپل سيال ته احترام ولرې

کریکبال وېبپاڼه- اجینکیا رهاني د هند کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې د هغه په کپتانۍ کې هند کرکټ ملي لوبډلې تاریخ جوړ کړ او په لومړي ځل یې له کوربه اسټرالیا څخه د ټیسټ ګواسکر ټرافي سيالیو اتلوالي وګټله.

رهاني د ویراټ کوهلي په ځای د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر ټاکل شوی وو.ویراټ کوهلي د خپل لومړي اولاد د پيدا کیدو له کبله د اسټرالیا څخه بیرته هندوستان ته ستون شوی وو.

سره ددې چې د هغه سره د ویراټ کوهلي په څیر پیاوړي لوبغاړي شتون هم نه درلوده،خو بیا یې هم پخپلي تخنیکي کپتانۍ سره کوربه اسټرالیا له سترې ماتي سره مخ کړه.

د اسټرالیا څخه د راستانیدو وروسته د (سي یو وي موټرو شرکت) لخوا هغو هندي لوبغاړو ته چې په لومړي ځل د اسټرالیا خلاف په ټيسټ لوبه کې راښکاره شوي وو او ښه هم ځلیدلي وي،یو-یو موټر هم ډالۍ کړ.

ددې سربیره یاده بریا هندي کرکټرانو او کورنیو یې بیلا بیلو مراسمو سره ونمانځله.

یو لدې جملې څخه د اجینکیا رهاني میرمن وه چې نوموړي ته یې د بریا نمانځنې په ویاړ یو کیک برابر کړی وو او میرمنې یې له هغه وغوښتل چې کیک د (کانګرو خیوان مجسمې) سره یو ځای پرې کړي.

خو اجینکیا رهاني د کیک پریکولو څخه انکار وکړ.نوموړي وویل د کانګرو خیوان سره ځکه کیک نه پرې کوي چې هغه د اسټرالیا ملي خیوان دی،که څه هم چې مونږ د اسټرالیا خلاف بریا ترلاسه کړې،خو مونږ باید مقابل ته احترام هم ولرو.

نوموړي وویل: ((کانګرو د دوی ملي حیوان دی او دوی لپاره زیات ارزښت لري،زه دا وایم که چیرې ان تردې چې تاریخ جوړ کړې او سيریزونه وګټې،خو باید خپل سیال او نورو هیوادونو ته احترام هم ولرې،ما ځکه د کانګرو سره د کیک پریکولو انکار وکړ.))

د یادونې وړ ده چې هند کرکټ ملي لوبډله به د اسټرالیا سفر وروسته پخپل کوربتوب له انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره د ټيسټ لوبو لړۍ پيل کړي.

ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړی ټيسټ لوبه د فبرورۍ په پنځمه نېټه ترسره شي چې ویراټ کوهلي به د لوبډلې مشري په غاړه ولري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ