شبنم د سويلي افریقا لومړۍ ښځینه کرکټره شوه چې (۱۰۰) ویکټې اخلي | خبریال

شبنم د سويلي افریقا لومړۍ ښځینه کرکټره شوه چې (۱۰۰) ویکټې اخلي

کریکبال وېبپاڼه- د سویلي افریقا ښځینه کرکټ لوبې پیاوړې توپ اچونکې شبنم اسمعیل لومړۍ سویلي افریقايۍ ښځینه توپ اچونکي شوه چې په شل اوریزو سیالیو کې (۱۰۰) ویکټې اخلي.

۳۲ کلنه شبنم دغه تاریخي مقام ته د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې خلاف په لومړی شل اوریزه لوبه کې چې د سویلي افریقا په کینکز مېډ لوبغالي کې روانه ده،د عایشه ظفر په سوځولو سره ورسیده.

د شل اوریزو لوبو ښځینه کرکټ لوبغاړو په ډیرو ویکټ اخیستوونکو لیست کې ویسټ انډیزۍ انیسه محمد د ۱۲۰ ویکټ په اخیستلو سره لومړی مقام لري.ورپسې اسټرالیاوۍ الراونډره الیس پېري د ۱۱۴ ویکټو په اخیستلو سره دوهم مقام لري.

د سړیو یا نارینه کرکټرانو په لیست کې یوازینی توپ اچونکی چې په شل اوریزو لوبو کې یې (۱۰۰) ویکټې اخیستي،هغه د سریلانکا پخوانی لوبغاړی لاسیت مالینګا دی.نورو بالرانو تراوسه شل اوریز پارمټ کې سل ویکټې ندی اخیستي.

سویلی افریقا ښځینه کرکټ لوبډلې په لومړی شل اوریزه لوبه کې د پاکستان لخوا ورکړل شوی د ۱۲۵ منډو هدف د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹م اور کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ