کرکټ بورډ په مارچ کې له زمبابوې سره سیالۍ اعلان خو نېټې یې نشته! | خبریال

کرکټ بورډ په مارچ کې له زمبابوې سره سیالۍ اعلان خو نېټې یې نشته!

کریکبال وېبپاڼه- د کرکټ مینه والو لخوا د توندو نیوکو وروسته افغانستان کرکټ بورډ اړ شو چې زمبابوې سره په مارچ میاشت کې د سیالیو خبر ورکړي.

خو کرکټ بورډ په همدې پریکړه کې له بیړې کار اخیستی او د یادو سیالیو ځای او نېټې یې ندي اعلان کړې.

کرکټ بورډ پخپله رسمي پاڼه یوازې دومره خبر ورکړی چې له زمبابوې سره مارچ میاشت کې دوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې لري،خو نېټې او ځای یادونه یې پکې نده کړې.

“د افغانستان ټسټ لوبې بیا پیلیږي
د افغانستان ملي لوبډله به د روان کال په مارچ میاشت کې خپله پنځمه او شپږمه ټسټ لوبه وکړي.
یادې لوبې د زمبابوې هیواد سره ترسره کیږي.

د همدغه لوبلړۍ په دوام سره د یادې لوبډلې پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې هم کېدونکې دي.”

د مینه والو سره سوال پیدا شوی چې دوی ولې دومره په بیړې سره یوازې د سیالیو خبر ورکړئ،خو ځای یې ندی په ګوته کړئ.

د معلوماتو له مخې چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دغه سیالۍ به په عمان هیواد کې ترسره شي.خو دا چې عمان هم د کرونا له کبله سرحدات تړلي.شاید افغانستان دغه سیالۍ په اماراتو او یا هم پاکستان کې ترسره کړي.

د ځینو پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې چې شاید د افغانستان او زمبابوې ترمنځ سیالۍ د دوی په کوربتوب ترسره شي.خو لا هم د زمبابوې سره سیالۍ چې افغانستان یې کوربتوب لري واک د بل چا په لاس کې دی.د هغوی په خوښه به د دغو سیالیو دقیق ځای او نېټې هم اعلان شي.

د ایف ټي پي له مخې په پلان کې وه چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ همدا سیالۍ به مارچ میاشت کې ترسره شوي وای.خو د زمبابوې کرکټ بورډ په بلنه دغه سیالۍ را وړاندې شوې.

د یادو سیالیو په رامخته کیدو افغان کرکټ بورډ لا هم تراوسه څه ندي ویلي.داسې ښکاري چې د افغانستان او زمبابوې سیالیو د نېټو او ځای اعلان به د زمبابوې کرکټ بورډ لخوا کیږي.

د نورو هیوادونو کرکټ بورډونه چې د کومو لوبډلو کوربتوب په غاړه اخلي،د ټولو سیالیو د تنظمیاتو،نېټو او ځای معلومات پخپله کوربه هیواد اعلانوي.دا چې افغانستان کرکټ بورډ د بې مسلکه کسانو تر اشعال لاندې دی،ددې سیالیو نېټو او ځای به بل هیواد مشخصوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ