جایشاه د کرکټ آسیایي شورا مشر وټاکل شو | خبریال

جایشاه د کرکټ آسیایي شورا مشر وټاکل شو

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ بورډ سکرتر جایشاه د کرکټ آسیایي شورا د نوي مشر په توګه په دنده وټاکل شو.

د نوموړي د ټاکل کیدو خبر له هغې وروسته په رسنیو کې خپور شو چې د هند کرکټ بورډ خزانه دار ارون دومل په ټویټرپاڼه نوموړي ته د نوي دندې مبارکي ورکړه.

نوموړي پخپل ټویټ کې لیکلي:” مبارک دې وي جایشاه چې د کرکټ آسیایي شورا نوی مشر وټاکل شوې.زه ډاډه یم چې ستا تر مشرۍ لاندې به کرکټ آسیایي شورا ډیر پرمختګ وکړي او ټول لوبغاړي او هیوادونه به ستا له خدمتونو ګټه پورته کړي.”

جایشاه لدې وړاندې د هند کرکټ بورډ سره د سکرتر په توګه دنده اجرأ کوله.ویل کیږي د نوموړي ټاکل د کرکټ آسیایي شورا لپاره یو ښه خبر دی.

پخپله جایشاه هم ویلي چې د آسیایي هیوادونو ترمنځ د کرکټ اړیکو په پراختیا کې به تر خپلې وسې او توان هڅه کوي.

ویل کیږي چې راتلوونکي جون میاشت کې د کرکټ آسیایي جام سیالۍ هم ترسره شي.خو دا چې اوسمهال په اکثرو هیوادونو کې د کرونا له کبله بندیزونه دي،تراوسه د یادو سیالیو په اړه وروستۍ پریکړه نده اعلان شوې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ