ټي ټين لیګ: اوومه لوبه کې بنګله ټایګرز د ماراټه خلاف بریا خپله کړه | خبریال

ټي ټين لیګ: اوومه لوبه کې بنګله ټایګرز د ماراټه خلاف بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ټي ټين لیګ سیالیو په دوام نن مازدیګر اوومه لوبه کې بنګله ټایګرز لوبډلې په شپږو ویکټو ماراټه عربیانز لوبډلې ته ماتي ورکړه.

بنګله ټایګرز لوبډله چې څلور افغان لوبغاړي هم پکې لوبیږي،د پچې په ګټلو سره لومړی ماراټه لوبډله توپ وهنې ته را دعوت کړه.

ماراټه لوبډلې د تیر ځلې په پرتله اوپنینګ کې تغیرات راوستي وو،د جاوید احمدي په ځای یې پاکستانی محمد حفیظ را مخکې کړی وو،خو دواړه اوپنران محمد حفیظ او عبدالشکور تر پایه ونه سوځیدل او لوبډلې ته یې ښه هدف ورنکړ.

ماراټه لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې یوازې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

محمد حفیظ په ۳۰ توپونو (۶۱) منډې جوړې کړې.د نوموړي توپ وهنه کې ۳ شپږیزې او ۷ څلوریزې شاملې وې.

عبدالشکور بیا په ۳۰ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوی هدف د بنګله ټایګرز لوبډلې لخوا په ۸ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۶ ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

جانس چارلس (۲۳)، فلیچر (۳۱) زیاتې منډې جوړې کړې.

د ماراټه لوبډلې لخوا توپ اچونه کې یامین احمدزي په دوو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

څو شیبې وروسته به د قلندرز او ابوظبي لوبډلو ترمنځ اتمه سیالي ترسره شي.

قلندرز لوبډلې سره عظمت الله عمرزی او د ابوظبي لوبډلې نوین الحق او نجیب الله ځدراڼ یو ځای دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ