ټي ټین لیګ: قلندرز لوبډلې دوهمه بریا هم خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ: قلندرز لوبډلې دوهمه بریا هم خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په کوربتوب لس اوریزه لیګ سیالیو په اتمه لوبه کې قلندرز لوبډلې په ۹ ویکټو د نجیب الله ځدراڼ او نوین الحق اړوند ابوظبي لوبډله له ستره ماتي سره مخ کړه.

ابوظبي لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو لس اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو (۱۰۰) منډې جوړې کړې او قلندرز لوبډلې ته یې د ۱۰۱ منډو هدف وټاکه.

د ابوظبي لوبډلې لخوا جو کلارک او پال سټرلینګ څه نا څه ښه لوبه ورته وکړه

سټرلینګ په ۱۶ توپونو د یوې شپږیزې او ۳ څلوریزو په مرسته (۲۹) منډې وکړې او د افریدي لخوا اوټ کړل شو.

جو کلارک بیا په ۱۳ توپونو د ۲ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته (۳۴) منډې جوړې کړې.نجیب الله ځدراڼ بیا په ۱۲ توپونو د یوې شپږیزې په وهلو سره یوازې ۱۲ منډې جوړې کړې.

قلندرز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې شاهد افریدي دوو اورونو کې (۱۶) منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په نورو توپ اچونکو کې سلطان احمد او کریس جورډن (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د قلندرز لوبډلې لخوا د لوبې په نهم اور کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د ابوظبي لوبډلې له لوري نوین الحق په دوو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

څو شیبې وروسته به نهمه لوبه د نرترن ورئیرز او ډهلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.ډهلي بولز لوبډلې د پیل دواړه لوبې ګټلي او په خپل ګروپ کې لومړی مقام لري.

هیره دې نه وي چې یادې لوبډلې سره رحمن الله ګربز او محمد نبي عیسی خېل هم یو ځای دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ