د زمبابوې سره سیالۍ،افغان لوبغاړي پي ایس نشي لوبولی | خبریال

د زمبابوې سره سیالۍ،افغان لوبغاړي پي ایس نشي لوبولی

کریکبال وېبپاڼه- افغانستان کرکټ بورډ د شنبې په ورځ د زمبابوې سره د ای سي سي لخوا ورکړل شوي (ایف ټي پي) سیالیو دوه ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو خبر ورکړ.

د کرکټ بورډ په وینا یادې سیالۍ به راتلوونکي مارچ میاشت کې ترسره شي،خو د نېټو او ځای په اړه یې معلومات ندي ورکړي.

د یادو سیالیو په اعلان سره زیاتره مشهور افغان لوبغاړي چې شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د بیلا بیلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي،دوی به ونشي کولای چې په یاد لیګ کې برخه واخلي.

پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې پنځه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل (کراچۍ کینکز)،راشدخان (لاهور قلندرز) نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمان (پشاور زلمي) قیس احمد (کوېټه) اخیستل شوي دي.

یاد لیګ د راتلوونکي فبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلیږي چې د مارچ تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.

پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو د نه لوبیدو په اړه تراوسه کرکټ بورډ او نه هم لوبغاړو څه ویلي دي،خو په مارچ میاشت کې د زمبابوې سره د سیالیو اعلان د پاکستان سوپر لیګ سیالیو سره په ټکر کې راغلی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ