ټین ټین لیګ:پارنل د هېټریک په ترلاسه کولو لوبډله بریا ته ورسوله | خبریال

ټین ټین لیګ:پارنل د هېټریک په ترلاسه کولو لوبډله بریا ته ورسوله

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي لیګ سیالیو په دوام تیره شپه د ډهلي بولز او د نرترن وريئرز لوبډلو ترمنځ په زړه پورې او جالبه لوبه ترسره شوه،چې پکې نرترن لوبډلې د واین پارنل د هېټریک په مرسته په ۳۲ منډو بریا خپله کړه.

نرترن لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو لس اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۷ منډې جوړې کړې او ډهلي بولز لوبډلې ته یې د ۱۳۸ منډو یو ستر هدف وټاکه.

دا په روان پړاو لس اوریزه لیګ سیالیو کې تر ټولو لوړ هدف وو چې یوه لوبډله یې مقابلې لوبډلې ته ږدي.

د نرترن وریئرز لوبډلې له لوري د لوبډلې مشر نیکولاس پورن ښکلي توپ وهنه یا بیټینګ ترسره کړ.

نوموړي په ۲۱ توپونو (۵۴) چټکې منډې ترلاسه کړې.د نوموړي په بیټینګ کې ۵ څلوریزې او ۵ شپږیزې شاملې وې.

همداشان په نورو توپ وهونکو کې ورته برینډن کینګ (۱۸)،پاول او الن په ترتیب سره (۲۴) او (۲۸) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د ډهلي بولز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې وقاس مقصود،براوو او علي خان (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

محمد نبي هم یو اور ترسره کړ،خو وټکېد او ۲۴ منډې یې ورکړې،بې ویکټې پاتي شو.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې ډهلي بولز لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په ۱۳ توپونو د یوې شپږیزې او یوې څلوریزې په وهلو سره ۱۵ منډې جوړې کړې او د عمرت لخوا بولډ اوټ شو.

محمد نبي په ۹ توپونو د یوې شپږیزې او یوې څلوریزې په وهلو سره (۱۵) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

په نورو توپ وهونکو کې راوي بوفرا تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.نوموړي په ۱۵ توپونو د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته (۳۶) منډې جوړې کړې.

د نرترن لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې واین پارنل زبردست بالینګ یا توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي د ډواین براوو،راترفورډ او علي خان په سوځولو هیټریک هم ترلاسه کړ او لومړی لوبغاړی شو چې په روان ټي ټین لیګ سیالیو کې هېټریک ترلاسه کوي.

نوموړي ۲ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په نورو توپ اچوونکو کې عمرت (۲)،لکشن او وهاب ریاض (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې نن به په یاد لیګ کې لومړی لوبه د پوني او ابوظبي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دوهمه سیالي به نرترن وریئرز او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ او دریمه لوبه به دېکن ګلډیئټرز او قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ