د بین سټوکس لخوا د بیګ باش پر لوبڅارانو نیوکه وشوه! | خبریال

د بین سټوکس لخوا د بیګ باش پر لوبڅارانو نیوکه وشوه!

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا بیګ باش هغه لیګ دی چې د هند ای پي ایل لیګ وروسته په نړۍ کې د ښه کیفیت له کبله دوهم ستر لیګ شمیرل کیږي،خو په یاد لیګ کې یوه نیمګړتیا شته چې بیګ باش سیالۍ له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

په یاد لیګ کې سره د ټولو سهولتونو (DRS) یا د پریکړې بیا کتلو سیستم نه لري چې لوبغاړي د لوبڅارانو د غلطو پریکړو له کبله تر ستوني راغلي دي.

د کرکټ څیړونکو او مهارینو لخوا پر اسټرالیا کرکټ بورډ نیوکه شوي چې ولې دوی په یاد لیګ کې (ډي ار ایس) سیستم ته ځای ندی ورکړئ.

په روان ۲۰۲۱ کال بیګ باش سیالیو کې د لوبڅارانو لخوا غلطې پریکړې دوام لري او د تیرې جمعې په ورځ د پرټ سکرچرز لوبډلې لوبغاړي مېچل مارش ته په کوالیای راونډ لوبه کې غلط اوټ ورکړل شو چې د نړۍ مشهورو کرکټرانو د لوبڅار پر پریکړه انتقاد وکړ.

بین سټوکس په ټویټر پاڼه ولیکل:” ډي ار ایس دلته نشته او لوبڅاران بد ښکاري،په ټوله ځمکه کې ډي ار ایس څخه استفاده کیږي ولې دلته نشته!دا په آسانۍ سره جوړیدلی هم شي،کوم څه چې دا اوس لوبه کې پيښ شول ډیره دردونکي او ځورونکي دي.”

بین سټوکس اوسمهال په هندوستان کې دی.نوموړی به څو ورځې وروسته د هند خلاف په ټیسټ لوبه کې راڅرګند شي.

د یادونې وړ ده چې د پرت سکرچرز او سيډني سکسرز لوبډلو ترمنځ په یاده لوبه کې یو بل مخالفت هم رامنځ ته شو.

ویل کیږي چې کله سيډني سکسرز لوبډلې د بریا لپاره یوې منډې ته اړتیا درلوده او جیمس وینس هم سلیزې ته نږدې وو.د پرت سکرچرز لوبډلې توپ اچونکي اندریو تای په قصدا سره وایډ یا پراخ بال ترسره کړ،ترڅو د وینس د سلیزې مخنیوی وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ