مېچل مارش ۵۰۰۰ اسټرالیاوي ډالره جریمه شو | خبریال

مېچل مارش ۵۰۰۰ اسټرالیاوي ډالره جریمه شو

کریکبال وېبپاڼه- د پرت سکرچرز لوبډلې لوبغاړی مېچل مارش د اسټرالیا کرکټ بورډ د قانون د دوهمې مادې څخه د سرغړونې له کبله جریمه شو.اسټرالیا کرکټ بورډ مېچل مارش وروسته له هغې پنځه زره اسټرالیاوي ډالره جریمه اعلان کړ چې نوموړي د تیرې ورځ د سيډني سکسرز لوبډلې خلاف د لوبڅار له پریکړه څخه ناراضایت ښودلی وو.

اسټرالیا کرکټ بورډ پخپله اعلامیه کې ويلي: (( مېچل مارش د اسټرالیا کرکټ بورډ د دوهم فصل او اتمې فقرې څخه په سرغړونې تیره ورځ د میچ ریفري باب سټرایفرډ پر پریکړه ناراضایت او غصه ښودلي وه چې له کبله یې نوموړی ۵۰۰۰ اسټرالیاوي ډالره جریمه اعلان شو.))

مېچل مارش وروسته له هغې د لوبڅار پر پریکړه غصه ښکاره کړه چې د لوبې په دیارلسم اور کې د ورو توپ اچونکي سټيو او کیفي په توپ سره چې لیګ سایډ کې یې وایډ بال ترسره کړ او لوبڅار په تیروتنې سره اوټ اعلان کړ.

پخپله مېچل مارش د اسټرالیا کرکټ بورډ لخوا پر هغه لګول شوي جریمه قبوله کړي ده.

نوموړي ویلي،د لوبڅارانو پریکړې ته احترام لري،هغه چې کومه کړنه تیره ورځ د لوبڅار خلاف کړې د زغملو وړ نه وه او زه په خپل ځان لګول شوي جریمه منم او هڅه به وکړم چې په راتلوونکي کې ورته کړنه بیا تکرار نشي.

د یادونې وړ ده چې د مېچل مارش په غلطې پریکړې سره سوځول انګلستانی بین سټوکس هم په غصه کړی وو.

نوموړي ویلي یې وو چې ولې پداسې سترو ټورنمینټونو کې (ډي ار ایس) څخه کار نه اخیستل کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ