ای پي ایل نیلامۍ ته کم وخت پاتي خو لا هم سپانسر نه لري | خبریال

ای پي ایل نیلامۍ ته کم وخت پاتي خو لا هم سپانسر نه لري

کریکبال وېبپاڼه- هند کرکټ بورډ لا وړاندې د ۱۴م پړاو ای پي ایل سيالیو د نیلامۍ لپاره ځای او نېټه اعلان کړي ده،خو لا هم تراوسه د یادو سيالیو سپانسري کوم شرکت په غاړه نده اخیستي.

د ۲۰۲۱ کال نیلامۍ پړاو به د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ د ټیسټ سيالیو پای ته رسیدو وروسته د فبرورۍ میاشتې په اتلسمه نېټه په چنای ښار کې ترسره شي.ویل کيږي چې هند کرکټ بورډ به ونه توانیږي چې د نیلامۍ پړاو وړاندې د یادو سيالیو کوم سپانسر پیدا کړي.

د هند ددغو سترو تجارتي سيالیو سپانسري لدې وړاندې د چینایي موبایل جوړونې شرکت (ویوو) په غاړه درلوده،خو د هند او چین ترمنځ په لدخ سرحد باندې د نښتو او ستونزو له کبله د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنې شوې.

هند کرکټ بورډ اړ شوی چې له چینایي موبایل جوړونې دغه شرکت سره چې په هندوستان کې یې ښه بازار درلوده،خپل تړون پای ته وراسوي.

د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو سپانسري یوازې د یوه موسم لپاره (ډریم الیون) شرکت په غاړه اخیستي وه.

اوس هند کرکټ بورډ درې افشنه په مخکې لري،یا به له همغه ویوو چینایي موبایل شرکت سره بیا ځلې تړون نوی کوي،خو دا ناممکنه ښکاري ځکه چې دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي دي.

دوهم افشن به یې دا وي چې د تیر ځل ډریم الیون شرکت سره بیا ځلې د سپانسرۍ اخیستو په تړاو خبرې پیل کړي.

دریم افشن به یې دا وي چې له یوه نوي کمپنۍ یا شرکت سره به د سپانسرۍ قرارداد لاسلیک کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ