د ۸۷ کالونو ځنډ وروسته په لومړي ځل رانجي ټرافي سیالۍ لغوه شوې | خبریال

د ۸۷ کالونو ځنډ وروسته په لومړي ځل رانجي ټرافي سیالۍ لغوه شوې

کریکبال وېبپاڼه- د سيد مشتاق علي ټرافي سيالیو په بریالیتوب سره پای ته رسیدو وروسته هند کرکټ بورډ د ای پي ایل وروسته یوازې دوه نور ټورنمینټونه په مخکې لري.

هند کرکټ بورډ د سږ کال رانجي ټرافي سيالۍ په لومړي ځل لغوه کړې او په ځای یې وېجی هزاري ټرافي سيالیو او د ښځو یو ورځنیو لوبو ته اجازه ورکړه.دا د یادو سيالیو په ۸۷ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې رانجي ټرافي سيالۍ لغوه کیږي.

ددغو سيالیو په لغوه کیدو سره دا ثابتوي چې په هندوستان کې د کرونا ویروس له کبله سپورټي فعالیتونو ته زیات زیان اوښتی دی.

هند کرکټ بورډ تیر ځل هم د کرونا له کبله خپلې ای پي ایل سیالۍ په عربي متحده اماراتو هیواد کې ترسره کړې.

هند کرکټ بورډ ویلي،چې د سږ کال د رانجي ټرافي سيالیو د نه ترسره کیدو په اړه یې له خپلو غړو سره مشورې وروسته خپله پریکړه اعلان کړې.

له بلې خوا هند کرکټ بورډ په پلان کې لري چې سږ کال ای پي ایل سيالۍ پخپل کوربتوب ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې چې ۱۴م پړاو ای پي ایل سيالۍ به د اپریل په ۱۱مه او یا هم په ۱۴مه نېل پیل چې د جون میاشتې تر لومړی نېټې به دوام وکړي.

له بلې خوا هند کرکټ بورډ هڅه کوي چې یاد لیګ ته نوي لوبډلې ور معرفي کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ