عمران طاهر: دا زما لپاره ویاړ دی چې د ډوهني څیر لوبغاړي سره یو ځای لوبیږم | خبریال

عمران طاهر: دا زما لپاره ویاړ دی چې د ډوهني څیر لوبغاړي سره یو ځای لوبیږم

کریکبال وېبپاڼه- د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لیګ سپنر ورو توپ اچونکی عمران طاهر د چنای سوپر کینکز لوبډلې ملګري او کپتان مهندراسینګ ډوهني زیاته ستاینه وکړه او پدې فحر یې وښود چې د ډوهني په څیر لوبغاړي سره یو ځای چنای لوبډله کې لوبیږي.

عمران طاهر پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې ډوهني لوبه څاري او هر وخت توپ اچونکي ته دا اختیار ورکوي چې څرنګه هغه لوبه یا توپ اچونه غواړي په همغه شان دې یې ترسره کړي.

” دا زما د خوښۍ او ویاړ خبره ده چې د ډوهني په څیر لوبغاړي تر مشرۍ لاندې د تیرو دریو پړاونو راهیسې لوبیږم.زما لپاره هغه یو اخلاقي او خوش طبیعت لرونکی انسان دی.”

” هغه هر څوک پېژني او هر څوک ورته احترام لري.مونږ له هغه سره مینه لرو.هغه یو داسې کس دی چې د کرکټ ښه پوه لري او په نړۍ کې یو ښه شخص دی.هغه ته تاسو څه نشی ویلی او د هر توپ اچونکي مطابق فیلډ برابروي او مونږ یوازې توپ اچونه ترسره کوو.”

“څوک چې د هغه سره یو ځای لوبیږي،د هغه لپاره به د خوښۍ ځای وي او له هغه ډیر څه زده کیږي.پدې هیله یم چې د هغه سره بیا یو ځای ولوبیږم.زه د چنای لوبډلې سره د یو ځای د لوبو څخه خوند اخلم.”

چنای سوپر کینکز لوبډله به تیر ای پي ایل لیګ پړاو سیالیو په تاریخ کې په لومړي ځل له مخکې تګ څخه بهر شوه.

عمران طاهر چې د یادې څانګې لخوا بیا هم له ځان سره ساتل شوی ویلي،چې په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو کې به د خپلې لوبډلې بحت را بیداروي.

“ښکاره ده چې مونږ ارامه وو،خو مونږ پدې هم ډیر خفه شوو چې ولې مو ونشول کولای چې مو ونشول کولای چې مخکې تګ وکړو.خو دا هر څه هر وخت هم ناشوني نه وي.زما په خيال د ټیم کلتور ډیر اړین دی او هر څوک پدې خبر دی چې څه پيښ شول.”

” مونږ هیله مند یو چې ۲۰۲۱ کال ای پي ایل به زمونږ لپاره یو ښه لیګ وي.مونږ باید چې ښه خواري او زحمت وکړو،ترڅو بیرته بریا پوزيشن ته را وګرځو.د یوه لوبغاړي په توګه د لوبډلې تمه له تاسو څخه دا وي چې ښې لوبې ورته وکړئ.مونږ به راتلوونکي پړاو کې ۵۰۰ سلنه زحمت او هڅه کوو چې لوبډلې ته ښې لوبې او بریاوې ور په برخه کړو.

په پام کې ده چې ۱۴م پړاو ای پي ایل سیالۍ به په راتلوونکي اپریل میاشت کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ