ټي ټین لیګ: ابوظبي لوبډلې لومړی بریا خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ: ابوظبي لوبډلې لومړی بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په کوربتوب لس اوریزه لیګ سیالیو په دوام په لسمه لوبه کې ابوظبي لوبډلې په پنځو ویکټو پوني ډیویلز لوبډلې ته ماتي ورکړه او په یاد لیګ کې یې لومړی بریا خپله کړه.

پوني لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو لس اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې او ابوظبي لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د پوني لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې والټن (۲۳)،توماس (۲۱) او کډمور تر ټولو ښکلي لوبه وکړه.

نوموړي په ۲۵ توپونو (۶۱) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.نوموړي توپ وهنه کې پنځه څلوریزې او پنځه شپږیزې شاملې دي.

د ابوظبي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې ماکی (۲) او روښان مصطفی (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د ابوظبي لوبډلې له لوري په نهم اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د ابوظبي له لوري توپ وهنه کې سټرلینګ (۲۳)،کلارک (۲۹)،ډکټ (۲۰) او اورټن (۳۸) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د پوني لوبډلې له لوري ویجلون (۳) زیاتې ویکټې ترلاسه کړې.

اوسمهال په یاد لیګ کې یوولسمه لوبه د بنګله ټایګرز او نرترن ورئیرز لوبډلو ترمنځ روانه ده.

په یاد لیګ کې تردې دمه ډیرې منډې کډمور جوړې کړي چې ۱۲۷ دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ