محمد حفیظ د افریقا خلاف شل اوریزه سکواډ کې د نه انتخاب له کبله غبرګون وښود | خبریال

محمد حفیظ د افریقا خلاف شل اوریزه سکواډ کې د نه انتخاب له کبله غبرګون وښود

کریکبال وېبپاڼه- پاکستان کرکټ بورډ نن ورځ د سویلي افریقا خلاف د درې شل اوریزو لوبو سیریز لپاره شل کسیزه لوبډله اعلان کړه،چې د محمد حفیظ په ګډون وهاب ریاض،فخر زمان او نور د شل اوریزو لوبو لوبغاړي ډراپ شوي دي.

په شل اوریزه سکواډ کې د نه انتخاب کیدو وروسته د یادې لوبډلې پیاوړي او شهرت لرونکي الراونډر محمد حفیظ پخپله ټویټر پاڼه عبرګون ښکاره کړی دی.

نوموړي پخپل ټویټر پاڼه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې اعلان شوي شل اوریزه سکواډ تصویر هم خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، بې شکه چې الله ج د صبر کوونکو سره دی.

” إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ٢:١٥٣”

محمد حفیظ لدې وړاندې د جنورۍ په شلمه نېټه سویلي افریقا خلاف په شل اوریزو لوبو کې د نه ګډون اوازې رد کړي وې.

نوموړي هغه مهال د رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو:” زه به په بشپړه توګه د سویلي افریقا خلاف سیالیو لپاره چمتو یم.زما لومړیتوب د پاکستان لپاره لوبې کول دي،ماته په اماراتو لس اوریزه لیګ سیالیو کې ددې لپاره اجازه هم راکړل شوه چې یادې سیالۍ د پاکستان د لوبو سره په ټکر کې ندي.”

ټاکل شوي چې د پاکستان او سیالي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سیریز لومړی سیالي به د فبرورۍ په یوولسمه،دوهمه سیالي به د همدې میاشتې په ۱۳مه او وروستۍ سیالي به د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د پاکستان لخوا اعلان شوي لوبډله پدې ډول ده: بابر اعظم(لوبډلمشر)،عامر یامین،عماد بټ،آصف علي،دانش عزیز،فهیم اشرف،حارث رؤف،حیدرعلي،حسن علي،حسن طلات،افتخار احمد،خوشدل شاه،محمد حسنین،محمد نواز،محمد رضوان،سرفراز احمد،شاهین شاه افریدي،عثمان قادر،ظفر ګوهر،زاهد محمود.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ