پاکستاني الاصله عثمان خواجه د لوبې پر مهال له شرمه ډک کار وکړ! | خبریال

پاکستاني الاصله عثمان خواجه د لوبې پر مهال له شرمه ډک کار وکړ!

کریکبال وېبپاڼه- پاکستاني الاصله اسټرالیاوي لوبغاړي عثمان خواجه د بیګ باش سیالیو پر مهال د لوبې په منځ او لوبغالي کې پتلون باسلی وو چې د نوموړي یادې کړنې د هغه مینه وال هم په غصه کړي.

عثمان خواجه د لوبې په نهم اور کې د خپل ګارډ بدلولو لپاره فېډونه،بوټونه او ان خپل پتلون یې هم د خلکو په منځ کې هغه هم په میدان کې دننه ایسته کړل،چې د هغه مینه والو دا د یو شرم ډک کار یاد کړی دی.

ځینو مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې ورته ویلي چې هغه باید خپل ډرسینګ روم یا اطاق کې دننه پتلون ایسته کړی وای.

تراوسه د کرکټ په تاریخ کې داسې کړنه کوم لوبغاړي نه وه کړې او پاکستانی عثمان خواجه لومړی لوبغاړی شو چې داسې د خندا وړ کړنه ترسره کوي.

عثمان خواجه د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې د سیډني تندر لوبډلې په ګټه لوبیږي.

د نوموړي شرمونکي کړنې سره،سره بیا هم لوبډله له ماتي ونه ژغورله او یاده لوبډله په اوو ویکټو د برېسبن هېټ لوبډلې لخوا له سختې ماتي سره مخ شوه.

هیره دې نه وي چې بیګ باش سیالیو پایلوبې ته سیډني سکسرز لوبډلې لار موندلي ده.

د اسټرالیا بیګ باش سیالیو پایلوبه به د فبرورۍ په شپږمه نېټه ترسره شي.پایلوبې ته لار موندونکي دوهمه لوبډله به د برېسبن هېټ او پرت سکرچرز لوبډلو ترمنځ د لوبې څخه،چې د فبرورۍ په څلورمه نېټه ده،لار ومومي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ