ټي ټین لیګ: نرترن لوبډلې یوه بله ستره بریا هم خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ: نرترن لوبډلې یوه بله ستره بریا هم خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- نرترن وریئرز لوبډلې یو ځل بیا په لس اوریزه لیګ سیالیو کې په زړه پورې سیالي ترسره کړه او یادې لوبډلې د بنګله ټایګرز لوبډلې توپ اچونکي تر سختو بریدونو لاندې راوستل او په لس اوریزه کرکټ سیالیو کې یې تر ټولو لوړ هدف وټاکه.

یادې لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په لس اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې او د یوه غره په سر لوړ هدف یې بنګله ټایګرز لوبډلې ته کيښود.

د نرترن وریئرز لوبډلې لپاره یو ځل بیا نیکولاس پورن په زړه پورې ریکارډي سیالۍ ترسره کړه.

نوموړي د ۱۲ شپږیزو او درې څلوریزو په وهلو سره په ۲۶ توپونو ۸۹ منډې جوړې کړې او د کریم جنت لخوا اوټ کړل شو.

نوموړی د ټي ټین لیګ سیالیو په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې تر ټولو ډیرې ۱۲ شپږیزې وهي.

د هغه ترڅنګ په نورو توپ وهونکو کې سېمنز ۴۱ زیاتې منډې جوړې کړې.

د بنګله ټایګرز لپاره په توپ اچونه کې څلور واړه ویکټې افغان توپ اچوونکو واخیستې.

کریم جنت په ۲ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې.

مجیب ۲ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

قیس احمد بیا ۲ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې بنګله ټایګرز لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۳۰ منډو په توپیر بایلوده.

بنګله ټایګرز لوبډلې له لوري توپ وهنه کې فلیچر (۵۳) او چېراګ سوري (۴۲) زیاتې منډې جوړې کړې.

د نرترن لوبډلې لخوا توپ اچونه کې وهاب ریاض،جنید او الن (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

اوسمهال ۱۲مه لوبه د قلندرز او دېکن ګلډیئټرز لوبډلو ترمنځ روانه ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ