ټي ټين لیګ: قلندرز لوبډلې په ۳۳ منډو دېکن ګلډیئټرز لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

ټي ټين لیګ: قلندرز لوبډلې په ۳۳ منډو دېکن ګلډیئټرز لوبډلې ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ټي ټین لیګ سیالیو د تیرې شپې په دوولسمه لوبه کې قلندرز لوبډلې د ۳۳ منډو په توپیر دېکن ګلډیئټرز لوبډله سختې ماتي سره مخ کړه.

د شهزاد محمدي پرته نور ټول لوبغاړي په ښې لوبې کولو کې ناکامه شول.

په یاده لوبه کې په لومړي ځل دېکن ګلډیئټرز لوبډله کې شراف الدین اشرف ته هم ځای ورکړل شوی وو.خو نوموړي ته د توپ اچونې نوبت ورنکړل شو او په توپ وهنه کې يوازې په درې منډو رن اوټ شو.

لاهور قلندرز لوبډلې د لومړی بیټینګ په کولو سره په ټاکلو لس اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې او د ۱۱۴ منډو هدف یې مقابلې لوبډلې ته وټاکه.

د قلندرز لپاره توپ وهنه کئ سهیل اختر زبردست لوبه وکړه او نوموړي په ۳۱ توپونو ۷۱ ناسوځیدلي منډې وکړې.د هغه په توپ وهنه کې ۵ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې.

ددې ترڅنګ ټام بنټن هم ۳۶ ارزښتناکې منډې د خپلې لوبډلې په ګټه جوړې کړې.

دېکن ګلډیئټرز لوبډلې لخوا توپ اچونه کې ظهورخان،ناراین او رمپل هره یوه (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د ټاکل شوي هدف په مقابل کې دېکن ګلډیئټرز لوبډلې لس اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۸۵ منډې جوړې کړې او سیالي یې بایلوده.

دېکن لوبډلې لپاره یوازې شهزاد محمدي زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.نوموړي په ۱۷ توپونو د ۴ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۷ منډې جوړې کړې او په سټمپ اوټ سره یې افریدي ته ویکټ پريښوده.

په نورو توپ وهونکو کې ډلپورټ (۱۹) او انورعلي (۱۰) زیاتې منډې جوړې کړې.

د قلندرز له لوري توپ اچونه کې سلطان احمد (۲)،کریس جورډن (۳) او افریدي (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

عظمت الله عمرزي بیا یو اور ترسره کړ او لس منډې یې ورکړې،خو په ویکټ بریالی نشو.

نن به پدې سیالیو کې لومړی لوبه پوني او بنګله لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دوهمه سیالي به د ابوظبي او نرترن لوبډلو ترمنځ او دریمه سیالي به د دېکن او ډهلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ