د هند او انګلستان ترمنځ سیریز کې نندارچیانو ته اجازه ورکول کیږي | خبریال

د هند او انګلستان ترمنځ سیریز کې نندارچیانو ته اجازه ورکول کیږي

کریکبال وېبپاڼه- هند کرکټ بورډ د انګلستان او هندوستان ترمنځ د لومړی ټیسټ لوبې پرته په دوهمه او وروستۍ ټیسټ لوبې کې نندراچیانو د ګډون اجازه ورکړي ده.

تمیل نادو کرکټ اسوسیشن مشر رمسمي وویل: ” مونږ که څه هم په لیکلي بڼه تراوسه د نندراچیانو په اړه اپروول ندی ترلاسه کړئ،خو هند کرکټ بورډ مونږ ته ټیلفون له لارې خبر راکړئ چې په راتلوونکو ټیسټ لوبو کې به نندراچیان هم ولرو.”

نوموړي چارواکې ویلي،د نورو هر څه معلوماتو په اړه به سبا له هند کرکټ بورډ سره سبا ملاقات وکړي.

” مونږ به سبا له هند کرکټ بورډ سره لیدنه وکړو،وبه وینو چې مونږ کوم څه کولای شو.دلته د لومړی ټیسټ لوبې (۵-۹) او دوهمې ټیسټ لوبې ترمنځ ډیر کم وخت دی.مونږ د پلور ځایونه او پرینټ ټکټې هم تراوسه ندي کړي.مونږ به وګورو چې دا هر څه امکان لري.”

لدې وړاندې داسې خبرونه ورکړل شوي وو چې په لومړی او دوهمه ټیسټ لوبه کې به تماشچیان شتون ونه لري،خو اوس هند کرکټ بورډ خپله پریکړه بدله کړې او له دوهمې ټیسټ لوبې څخه یې تماشچیانو ته د لوبې د نږدې لیدو اجازه ورکړې.

د سریلانکا او انګلستان ترمنځ وروستي ټیسټ سیریز کې نندارچیانو شتون نه درلوده،داسې احتمال وو چې دواړه هند او اسټرالیا لوبډلې به ونه غواړي چې نندراچیان لوبغالي ته ورشي،خو د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ویاند له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې دوی د تماشچیانو اختلاف نه کوي،بلکې پدې برخه کې به د هند کرکټ بورډ سره په ګډه همکاري هم وکړي.

د هند کرکټ بورډ ددغه نوي ګام سره چې په محدود شمیر نندراچیانو یا تماشچیانو ته یې د لوبې لیدو اجازه ورکړه،پدې سره یې شل اوریزو لوبو ته هم لار هوار کړه او نندارچیان به یادې لوبې له نږدې ننداره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ