هند لومړي وزیر نریندرا مودي په اسټرالیا خاوره کې د هند بریا وستایله | خبریال

هند لومړي وزیر نریندرا مودي په اسټرالیا خاوره کې د هند بریا وستایله

کریکبال وېبپاڼه- هند کرکټ ملي لوبډلې اسټرالیا ته وروستۍ سفر د تاریخونو او بریاوو ډک سفر وو او یادې لوبډلې کوربه اسټرالیا ته ټیسټ بارډر ګواسکر ټرافي سیالیو سیریز کې (۱-۲) سره ماتي ورکړه او جام یې هندوستان ته راوړ.

یاده بریا د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره پدې تاریخي بریا وه چې د کوهلي،بومرا او ځینو نورو لوبغاړو په نشتون کې چې ټپیان شوي وو بیا هم دغه سیریز وګاټه.

هند کرکټ ملي لوبډله که څه هم په لومړی لوبه کې یو ځل په ډیرو کمو منډو هم وسوځیده،خو یادې لوبډلې په پاتي لوبو کې کم بیک وکړ او اسټرالیا ته یې پخپل کور کې ستره ناهیریدونکي ماتي ورکړه.

د هند کرکټ لوبډلې یاده بریا د خلکو لخوا په جشنونو هم ونمانځل شوه.

پخپله د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي هم د خپلې لوبډلې کارکردګۍ وستایلې او خپل لوبغاړي یې هم ونازول.

نریندرا مودي پخپلو خبرو کې وویل،همدې میاشت کې د کرکټ له ډګره ښه خبر دا دی چې هند کرکټ لوبډلې په اسټرالیا کې سیریز وګاټه او جام یې خپل هیواد ته راوړ.

هند کرکټ بورډ هم د نریندرا مودي له پیغام مننه وکړه او ویې ویل چې هند کرکټ لوبډله به بیا هم ورته اتلوالۍ خپل هیواد ته راوړي.

ټاکل شوي چې هند کرکټ لوبډله به څو ورځې وروسته پخپل کوربتوب له انګلستان کرکټ لوبډلې سره د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ پیل کړي.

د کرکټ شننونکو په وینا له هند څخه پخپله خاوره کې سیریز ګټل به د انګلستان کرکټ لوبډلې لپاره آسان نه وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ