کوهلي میرمن خپلې لور ته نوی نوم غوره کړ | خبریال

کوهلي میرمن خپلې لور ته نوی نوم غوره کړ

کریکبال وېبپاڼه- د ویراټ کوهلي او بالیووډ ډېوې انوشکا شرما ماشومه د جنورۍ په یوولسمه نېټه پیدا شوه.

هغه وخت د هند کرکټ ملي لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي د لور د پیدا کیدو په اړه په ټولنیزه رسنۍ کې خبر ورکړئ وو او همداشان د خپلې ښځې او لور روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودلی وو.

ویراټ کوهلي او میرمن یې اوس یو ځل بیا په ټولنیزه رسنۍ انسټګرام کې د خپلې لور لپاره نوی نوم “ومیکا” هم اعلان کړ.

د نوي نوم خبر د ویراټ کوهلي میرمنې انوشکا شرما په انسټګرام ورکړئ او نوموړې د خپل خاوند او ماشوم سره یو ځای تصویر هم خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي.

“مونږ یو ځای،په ګډه د مینې او د قدردنۍ ډک ژوند تیر کړ.خو دغه کوچنۍ ومیکا هم د ژوند په نوي پړاو ،غم،ژړا،خوښي او حساساتو کې داخله شوه.دا هر څه په څو دقیقو کې تجربه کوي,خوب یوه انواع وي مګر زمونږ زړونه ډیر ډک دي.د ستاسو د نیکو پیرزوینو څخه مننه کوم.”

ویراټ کوهلي هم انوشکا شرما په پوسټ تبصره لیکلي.

هغه ورته لیکلي:” زما ټول ژوند په یوه فریم کې.”

د نوموړي دغه پوسټ تر ۳۰ میلیونو زیاتو کسانو هم لایک کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ