ډیويډ ورنر له ویراټ کوهلي مننه وکړه چې لور ته یې خپل لباس ډالۍ کړ | خبریال

ډیويډ ورنر له ویراټ کوهلي مننه وکړه چې لور ته یې خپل لباس ډالۍ کړ

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي ډیویډ ورنر د هندي کپتان ویراټ کوهلي څخه زیاته مننه وکړه چې د لومړی ټیسټ لوبې لاسلیک شوی لباس یا شرټ یې د هغه کوچنۍ لور ته ډالۍ کړ.

ویراټ کوهلي په وروستي ګواسکر ټرافي سیالیو سیریز لومړی برخې ګډونوال وو،د یادې لوبې بشپړولو وروسته ویراټ کوهلی د خپل لومړي اولاد د پيدایښت له کبله له اسټرالیا څخه هندوستان ته ستون شو.

ډیویډ ورنر وویل:” زه پوهیږم چې مونږ سیریز بایلوده.مګر مونږ دلته یوخوشحاله انجلۍ لرو.د ستا لوبیدو کمیس د ډالۍ کولو څخه مننه کوم.”

د یادونې وړ ده چې هند کرکټ ملي لوبډلې په وروستي ټیسټ سیریز کې اسټرالیا لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه او د ګواسکر ټرافي سیالیو سیریز يې (۱-۲) په صفر سره وګاټه.

د هند کرکټ لوبډلې لخوا په یاد سیریز کې زیاتره هغه لوبغاړي ښه ولوبیدل چې په لومړي ځل ورته په ټیسټ سیریز کې ځای ورکړل شوی وو.

د هند کرکټ لوبډلې بیرته خپل هیواد ته د رسنیدو وروسته د مینه والو او خپلو کورنیو لخوا ښه ونازول شو.

د (SUV) شرکت لخوا هغو هندي لوبغاړو ته چې په لومړي ځل ټیسټ سیریز کې لوبیدل ول،د یاد شرکټ لخوا یو،یو موټر هم په تحفه کې ورکړل شول.

هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د هند کرکټ وروستۍ بریاوې ستایلي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ