د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د سیالیو ځای په ډاګه شو | خبریال

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د سیالیو ځای په ډاګه شو

کریکبال وېبپاڼه- د زمبابوې کرکټ بورډ اداري ډایریکټر ګیومور مکني تایید کړه چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز به د عمان په ځای د اماراتو په ابوظبي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

لدې وړاندې ټاکل شوي وه چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دغه سیالۍ به د عمان په ال عمارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوي وای،خو په عمان هیواد کې د کرونا ویروس له ویرې په نورو فعالیتونو د محدودیتونو او بندیزونو د نصب وروسته په سپورټي فعالیتونو هم بندیز لګول شوی.

شاید همدا علت وي چې افغانستان خپلط کوربتوب سیالۍ له عمان هیواد څخه ابوظبي لوبغالي ته انتقال کړې.

زمبابوې کرکټ بورډ هم ویلي چې دوی به له افغانستان سره لوبې یوازې په اماراتو هیواد کې ترسره کړي.

ګیومور مکني وویل:” مونږ به اوس له افغانستان سره ابوظبي کې لوبې کوو.په پلان کې وه چې مونږ به دا سیالۍ په عمان کې کړي وای،خو مونږ ته افغانستان کرکټ بورډ معلومات راکړل چې دوی یادې سیالۍ له عمان څخه ابوظبي ته انتقال کړي دي.مونږ د افغانستان سره د سیالیو په نېټو موافقه وکړه،خو اوس مونږ دوی ته انتظار یو چې تړون یا لاسلیک پاڼه راولیږي.”

ګیومور مکني په وینا دوی له افغانستان سره په سیالیو موافقه کړې،خو دوی د خپل هیواد د سپورټي اداري کمیسون پریکړې ته انتظار باسي چې ددغه سیالیو د سفر اجازه ورکړي.

لدې وړاندې د زمبابوې سپورټ اداري کمیسون په یاد هیواد کې ټولو سپورټي څانګو ته تمریناتو او سیالیو ته د چمتوالي نیولو اجازه ورکړي وه.

څو ورځې وړاندې افغانستان کرکټ بورډ یوازې دومره خبر ورکړ چې دوی به له زمبابوې سره په مارچ میاشت کې دوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي،خو د ځای او نېټو په اړه یې څه نه وو ویلي،خو اوس ښکاره شوه چې یادې سیالۍ به د ابوظبي شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان څو ورځې وړاندې هم له ایرلینډ کرکټ لوبډلې سره د ورلډ کپ سوپر لیګ سیالیو درې یو ورځنۍ لوبې هم په ابوظبي کرکټ لوبغالي کې ترسره کړې،چې افغانستان په کلین سويپ سره وګټلې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ