ټي ټین لیګ ۱۳مه لوبه کې بنګله ټایګرز لوبډلې ستره بریا خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ ۱۳مه لوبه کې بنګله ټایګرز لوبډلې ستره بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ټي ټين یا لس اوریزه لیګ سیالیو په دوام نن دیارلسمه لوبه هم ترسره شوه چې پکې بنګله ټایګرز لوبډلې په آسانۍ سره په ۸ ویکټو پوني لوبډله سختې ماتي سره مخ کړه.

پوني لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې په لس اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۵ منډې جوړې کړې او ۱۱۶ منډو هدف یې بنګله لوبډلې ته ورکړ.

پوني لوبډلې لخوا توپ وهنه کې ټام کوهلر (۴۸) او الیکس ډیویس (۴۱) ناسوځیدل منډې جوړې کړې.

د بنګله ټایګرز لوبډلې لخوا توپ اچونه کې یو ځل بیا درې واړه ویکټ افغان لوبغاړو واخیستې.

فضل الحق فاروقي دوو اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

همداشان کریم جنت دوو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.قیس احمد د ۲۳ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ ترلاسه کړه،مجیب بیا په دوو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او بې ویکټې پاتي شو.

ټاکل شوی هدف د بنګله ټایګرز لوبډلې لخوا د لوبې په نهم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه اړ بریا یې خپله کړه.

بنګله ټایګرز لوبډلې لخوا توپ وهنه کې چارلس (۱۴)،فلیچر (۳۰) چېراګ سوري (۳۰) ناسوځیدلي منډې او ټام موریس بیا په ۱۲ توپونو (۳۸) چټکې منډې جوړې کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

اوسمهال ۱۴مه لوبه د ابوظبي او نرترن ورئیرز لوبډلو ترمنځ روانه ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ