ټي ټین لیګ: نرترن ورئیرز لوبډلې یوه بله بریا هم خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ: نرترن ورئیرز لوبډلې یوه بله بریا هم خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ټي ټین لیګ سیالیو په دوام په څوارلسمه لوبه کې نرترن ورئیرز لوبډلې د بریا څلي ته دوام ورکړ او یادې لوبډلې دا ځلې ابوظبي لوبډله له سختې ماتي سره مخ کړه.

ابوظبي لوبډلې د لومړی بیټینګ سره پوره لس اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۳ منډې جوړې کړې او نرترن لوبډلې ته یې د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.

ابوظبي لوبډلې له لوري لوک رایټ (۳۳)،کلارک او ډوکټ هره یوه په ترتیب سره (۵۰) او (۳۱) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د نرترن لوبډلې له لوري توپ اچونه کې عمرت،وهاب ریاض او جنید صدیقي هره یوه (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د نرترن ورئیرز لوبډلې لخوا د لوبې په وروستي اور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۸ ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

د نرترن لوبډلې له لوري وسیم محمد ښکلي لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۳۴ توپونو (۷۶) منډې جوړې کړې.د هغه په توپ وهنه کې ۶ شپږیزې او ۷ څلوریزې شاملې وې.

دده ترڅنګ لنډل سیمنز ښه لوبه وکړه او نوموړي په ۲۵ توپونو ۳۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

ابوظبي لوبډلې لخوا توپ اچونه کې جیمي اورټن (۲) ویکټې ترلاسه کړې.

نوین الحق دوو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او بې ویکټې پاتي شو.

اوسمهال ۱۵ مه لوبه د دېکن او ډهلي بولز ترمنځ لوبه روانه ده او دېکن لوبډله لومړی توپ وهنه کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ