د رحمن الله ګربز د ښې لوبې په مټ ډهلي د دېکن خلاف بریا خپله کړه | خبریال

د رحمن الله ګربز د ښې لوبې په مټ ډهلي د دېکن خلاف بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په کوربتوب په لس اوریزه لیګ سیالیو کې تیره شپه ډهلي بولز لوبډلې د رحمن الله ګربز چټکې توپ وهنې په مټ د دېکن ګلډیئټرز لوبډلې خلاف ستره بریا خپله کړه.

دېکن ګلډیئټرز لوبډلې لومړی توپ وهنه کړي وه چې لس اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۸ منډې جوړې کړي وې.

یادې لوبډلې لپاره شهزاد په ۸ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۳ منډې جوړې کړي وې.

همداشان د لوبډلې مشر کیرون پولارډ د ۴ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته په ۱۸ توپونو ۴۷ زیاتې منډې جوړې کړي وې.

شرف الدین اشرف ته هم د توپ وهنې نوبت ورسید.نوموړي یوازې په ۹ توپونو یوې څلوریزې په وهلو سره ۱۱ منډې جوړې کړې.

د ډهلي لوبډلې لخوا علي خان زبردسته توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي په ۲ اورونو کې یوازې ۴ منډې ورکړې او د شهزاد او پولارډ ویکټې یې واخیستې.

په نورو توپ اچوونکو کې عماد بټ (۲)،اډورډ،براوو او شیراز (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې د ډهلي بولز لوبډلې دواړو د پیل لوبغاړو ګربز او لیوس خطرناک پیل ورکړ او دوی په ۵ اورونو کې په لومړی ویکټ ۹۰ منډې جوړې کړې او پداسې مهال دواړو لوبغاړو خپلې ویکټې عمران طاهر ته بایلودې چې لوبډله یې تر بریا نږدې کړي وه.

رحمن الله ګربز ۲۰ توپونو ته ودریده،د ۷ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته یې ۴۷ منډې جوړې کړې.

لیوس بیا په ۱۴ توپونو د ۴ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۳۵ منډې جوړې کړې.

راترفورډ (۲۸) او نبي (۲) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د دېکن لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې عمران طاهر د ۳۰ منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړې.

نن به پدې سیالیو کې بیا هم درې لوبې کیږي.

لومړی سیالي به د ماراټه او قلندرز لوبډلو ترمنځ مازدیګر مهال ترسره شي.دوهمه سیالي به ماښام مهال ډهلي او پوني لوبډلو ترمنځ او وروستۍ به ماسختن مهال نرترن اړ ډهلي ګلډیئټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

په یادو سیالیو کې تردې مهاله زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو لیست ټام کوهلر لومړی مقام لري.نوموړي څلورو لوبو کې (۱۷۵) منډې جوړې کړي دي.په دوهم مقام نیکولاس پورن دی چې (۱۶۲) منډې لري.

ګربز د (۱۰۷) منډو جوړولو سره یوولسم مقام لري.

په زیاتو ویکټو اخیستوونکو لیست کې که څه هم چې ظهورخان،کریس جورډن او کریم جنت هر یو (۵) ویکټې لري،خو د کمو منډو ورکولو ایوریج له مخې ظهورخان لومړی،جورډن دوهم او کریم جنت دریم مقام لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ