سونیل ناراین هم زوی پیدا شوی | خبریال

سونیل ناراین هم زوی پیدا شوی

کریکبال وېبپاڼه- ویسټ انډیزي اف سپر سونیل ناراین د زوی پیدا کیدو خبر تیره ورځ پخپله انسټګرام پاڼه ورکړئ او نوموړي د اولاد په پیدا کیدو زیاته خوښي هم ښودلي ده.

ناراین اوسمهال په لس اوریزه لیګ سیالیو کې د دېکن ګلډیئټرز لوبډلې سره په لوبو بوخت دی.

نوموړي لومړی لوبه د جنورۍ په ۲۸مه نېټه ترسره کړه او دا یې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو وروسته لومړی لوبه وه چې پکې برخه اخلي.

سونیل ناراین په نړۍ کې یو بهترین سپنر او ورو توپ غورځونکی توپ اچونکی شمیرل کیږي.

نوموړي د ټرنډیډ لوبډلې سربیره د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لپاره هم لوبې ترسره کړي دي.

په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو لسو لوبو کې یوازې ۵ ویکټې ترلاسه کړي وې.

تیره ورځ ویراټ کوهلي او انوشکا شرما هم د خپلې لور تصویر په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی وو او هغې ته یې نوی نوم غوره کړی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ