د اسټرالیا کرکټ لوبډلې تګ سويلي افریقا ته په خطر کې شو | خبریال

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې تګ سويلي افریقا ته په خطر کې شو

کریکبال وېبپاڼه- د ډیلي ټليګراپ د خبر پاڼې د خبر له مخې چې شاید د کويډ -۱۹ ویروس له کبله اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله سويلي افریقا سره د سيالیو سفر لغوه کړي چې پدې سره به نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته فرصت برابر شي چې د ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبې ته لار پیدا کړي.

يادې پاڼې یوازې دومره معلومات ورکړي چې د اسټرالیا او سويلي افریقا ترمنځ د سيالیو سفر د ختمیدو زیات ویره ده،خو پدې هر څه په اړه به په راتلوونکو څو ورځو کې پریکړه وشي.

د معلوماتو له مخې چې د اسټرالیا په پرتله په سويلي افریقا هیواد کې د کرونا ویروس تر نورو ډير غوړیدلی دی او اسټرالیا کرکټ بورډ سره ویره ده چې لوبډلې په تګ سره به یې لوبغاړي په کرونا اخته شي.

که چيرې د سويلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ یاد سیریز لغوه اعلان شي،د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره به آسانه نه وي چې ورلډ ټیسټ چمپیون شيپ سيالیو پوینټونو کې له نیوزیلینډ څخه مخکیوالی ترلاسه کړي،چې پدې سره به نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې ته په آسانۍ سره لاره هواره شي،ترڅو د یادو سيالیو پایلوبې ته لار ومومي.

که څه هم د اسټرالیا او سويلي افریقا ترمنځ د سيالیو وړاندې هم  پایلوبې ته د وتلو لپاره نیوزیلینډ لوبډله تر ۸۰ فیصده زیات چانس لري،خو دا چې نیوزیلینډ لوبډلې خپلې لوبې پای ته رسولي،احتمال دا وو که چیرې اسټرالیا له سويلي افریقا څخه د ټيسټ لوبو سيریز وګټي،شاید تر دوهم مقام ځان وراسوي.

اسټرالیا لوبډلې په وروستي سيریز کې له هند لوبډلې څخه سختې ماتي وخوړې چې پدې سره یې پایلوبې ته د وتلو چانس کم شو.

د ټیسټ چمپیون شيپ سيالیو د نمرو په جدول کې هندوستان لومړی او نیوزیلینډ دوهم مقام لري،ویل کیږي چې پایلوبې ته به هم دغه دواړه لوبډلې لار پيدا کړي.

ټاکل شوي چې د ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبه به جون میاشت کې د انګلستان په لارډز لوبغالي کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ