کریکبال وېبپاڼه- د کرکټ نړیوالې شورا نن ورځ د میاشتنۍ غوره لوبغاړي جایزو ته نوماندو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ،خو کوم افغان لوبغاړی پدغه لیست کې شتون نه لري.
کرکټ نړیوالې شورا څو ورځې وړاندې یو داسې قانون رامنځ ته کړ چې له مخې به یې هره میاشت غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلانیږي چې وروسته به د ووټونو له لارې غوره لوبغاړي ته جایزې ورکول کیږي.
روان کال لومړي پړاو د میاشتې غوره لوبغاړي جایزو ته شپږ لوبغاړي چې درې نارینه او درې ښځينه دي،نوماند شوي دي.
په نوماند شوو لوبغاړو کې ایرلینډي پال سټرلینګ هم شامل دی،نوموړي د افغانستان او ایرلینډ خلاف وروستيو یو ورځینو لوبو کې درې سلیزې جوړې کړي وې چې له همدې کبله نوموړی د جنورۍ میاشتې غوره لوبغاړي جایزو ته نوماند اعلان شو.
د سټرلینګ ترڅنګ انګلستانی پياوړی توپ وهونکی جو روټ هم شامل دی،نوموړي د سریلانکا خلاف وروستي سيریز کې د پام وړ سيالۍ ترسره کړي وې چې خپله لوبډله یې تر بریاوو رسولي وه.
دریم لوبغاړی هندی رشاب پنټ دی او نوموړي د اسټرالیا خلاف په وروستۍ ټيسټ سيالۍ کې د پام وړ لوبه ترسره کړي وه او هند ته یې د ګواسکر ټرافي سيالیو په اتلوالۍ کې مهم رول ادا کړی وو.
په ښځینه لوبغاړو کې ددغه جایزې لپاره بیا دوې سویلي افریقايۍ شبنم اسمعیل او مرېضني کپ،دریمه لوبغاړې پاکستانۍ کرکټره ډاینا بیګ شامله ده.
یادو لوبغاري د کرکټ مینه والو،ژورنالیستانو،براډکسټرانو لخوا شارټ لیست شوي او دوی ته به مینه وال کرکټ نړیوالې شورا به ويب پاڼه ووټ یا رایه ورکول کیږي.
د زیاتو ووټونو یا د میاشتې غوره لوبغاړي جایزو ګټوونکي لوبغاړي به د یوې اوونۍ وروسته د دوشنبې په ورځ اعلانیږي.
داسې احتمال وه چې د جنورۍ مياشتې د غوره لوبغاړي جایزو لپاره به افغان لوبغاړي خصوصا رحمن الله ګربز هم ونومول شي.نوموړي د ایرلینډ خلاف وروستي سيریز په لومړی ځل لوبه کې د لوبیدو سره سلیزه جوړه کړي وه.خو نوموړی د جنورۍ میاشتې د جایزې لپاره ندی غوره شوی.