د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړی لوبه د مارچ په دویمه نېټه ترسره کیږي | خبریال

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړی لوبه د مارچ په دویمه نېټه ترسره کیږي

کریکبال وېبپاڼه- افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې سره د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو سیالیو د سیریز نېټې اعلان کړې چې له مخې به یې یادې لوبې د مارچ په دویمه نېټه پیل چې د مارچ تر شلمې نېټې به دوام وکړي.

ټاکل شوي وې چې یادې سیالۍ به د عمان په کوربتوب ترسره شوي وای،خو په عمان هیواد کې د کرونا له کبله پر نویو محدویتونو د وضع کیدو وروسته یادې سیالۍ له عمان څخه ابوظبي لوبغالي ته انتقال شوې.

افغانستان لدې وړاندې د ایرلینډ سره ورلډ کپ سوپر لیګ درې پنځوس اوریزې سیالۍ هم په ابوظبي لوبغالي کې ترسره کړې چې د افغانستان په بریا پای ته ورسیدې.

په ورته وخت کې افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې سره د سیالیو لپاره د سپانسر لټون پیل کړی،خو تراوسه کوم شرکت یا کمپنۍ ورته زړه ندی ښه کړئ.

زمبابوې کرکټ بورډ هم د افغانستان په وړاندې سیالیو ته ۳۰ کسیزه لوبډله اعلان کړې او دوی ته یې د تمرین په موخه خپل منځي لوبې برابرې کړي دي.

د تمرین په لومړی ورځ د یادې لوبډلې پیاوړی توپ اچونکی کېل جرویس ټپي شو او د افغانستان خلاف سیالیو څخه بهر شو.

ټېنډي چېترا په اړه هم د ټپونو خبر ورکړل شوئ،خو ویل کیږي چې نوموړی به د افغانستان سیالیو لپاره بیرته چمتو شي.

دا به له هغې وروسته چې په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان د ای سي سي لخوا ټیسټ سیالیو امتیاز ترلاسه کړ،لومړی ځل وي چې دواړه لوبډلې ټیسټ لوبې ترسره کوي.

دواړه لوبډلې په شل اوریز پارمټ سیالیو کې په وروستي ځل په ۲۰۱۹ کال سپټمبر میاشت کې د بنګله دېش په کوربتوب یو له بل سره مخ شوي وې،چې هغه مهال زمبابوې په اوو ویکټو افغانستان ته ماتي ورکړي وه.

همېلټن مسکدزا چې د کرکټ کیریر وروستۍ لوبه یې هم وه،زمبابوې لوبډلې ته په ۴۲ توپونو ۷۱ منډې جوړې کړي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ