له ۲۸ زره زیات نندراچیان به د بیګ باش پایلوبه لوبغالي کې ننداره کړي | خبریال

له ۲۸ زره زیات نندراچیان به د بیګ باش پایلوبه لوبغالي کې ننداره کړي

کریکبال وېبپاڼه- ویل کیږي چې د اسټرالیا بیګ باش سیالیو پایلوبه چې د فبرورۍ په شپږمه نېټه به ترسره شي،له ۲۸ زره زیات نندارچیان به یې له لوبغالي نږدې ننداره کړي.

نیو سوت والز حکومت د بیګ باش سیالیو د پایلوبې د نندارې لپاره ۵۰ سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکړي وه،خو د سیډني کرکټ لوبغالي ظرفیت ته په کتلو سره د نندارچیانو ظرفیت هم ۷۵ سلنه ته لوړ شو.

سیډني کرکټ لوبغالی د اسټرالیا یو له مشهورو کرکټ لوبغالو شمیرل کیږي چې تر ۴۸ زره کسانو د ځایولو ظرفیت لري.

د نیو سوت والز سیاحت وزیر سټیوارټ آیریس ویلي،دوی به د نندارچیانو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا بیګ باش سیالیو پایلوبې ته لا وړاندې سیډني سکسرز لوبډلې لار موندلي ده.

دوهمه لوبډله به د بریسبن هېټ او پرت سکرچرز لوبډلو ترمنځ د سې شنبې په ورځ ترسره شي،چې ګټوونکي لوبډله به له سيډني سکسرز لوبډلې سره پایلوبه کې مخ شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ