ټي ټین لیګ:ډهلي بولز د ګربز او علي خان په مټ بریا خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ:ډهلي بولز د ګربز او علي خان په مټ بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د لس اوریزه لیګ سیالیو په دوام پنځلسمه لوبه کې ډهلي بولز لوبډلې په آسانۍ سره پوني ډېولس لوبډله سترې ماتي سره مخ کړه.

پوني لوبډلې که څه هم په لومړیو کې ښه پیل ورکړ،خو په وروستیو کې یې ویکټې له لاسه ورکړې او یادې لوبډلې په لس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۵۷ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د ډهلي لوبډلې لخوا تر ټولو مخکښ توپ اچونکی علي خان وو،چې په پنځو توپونو یې ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

عماد بټ (۲)،شیراز او اډورډز (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د ډهلي لوبډلې لخوا د لوبې په پنځم اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۸ ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

د ډهلي بولز لوبډلې لخوا رحمن الله ګربز یو ځل بیا چټکه لوبه وکړه.نوموړي په ۱۴ توپونو ۲۶ چټکې منډې جوړې کړې.څلور څلوریزې او یوه شپږیزه یې ووهله.

د سیالۍ غوره لوبغاړی علي خان ونومول شو.

ډهلي بولز لوبډلې مشر ډواین براوو هم د علي خان کارکردګي وستایله.براوو همداشان عماد بټ ته د یوه ښه لس اوریزه لیګ پای ته رسولو مبارکي ورکړه.

عماد بټ به لدې وروسته پاکستان ته لاړ شي او نوموړی د سويلي افریقا خلاف په شل اوریز سکواډ کې اخیستل شوی دی.

څو شیبې وروسته به د نرترن او دېکن لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شي.

لدې وړاندې سیالۍ کې قلندرز د ماراټه لوبډلې خلاف بریا خپله کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ