ټي ټین لیګ: نرترن ورئیرز لوبډلې څلورمه بریا هم خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ: نرترن ورئیرز لوبډلې څلورمه بریا هم خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د لس اوریزه لیګ سیالیو د تیرې شپې په اتلسمه لوبه کې نرترن ورئیرز لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د شهزاد او شراف الدین اړوند دېکن ګلډیئټرز لوبډله له سختي ماتي سره مخ کړه او د لیګ څلورمه بریا یې هم خپله کړه.

دېکن ګلډیئټرز لوبډلې لپاره روان لیګ بې خونده دی،یادې لوبډلې په ترسره کړل شوو پنځو لوبو کې دا څلورمه ماتي وه چې ورسره مخ کیږي.

ورئیرز لوبډلې لومړی توپ وهنې په پیل کولو سره د پاؤل د ۵۱ منډو په مټ لس اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې او ۱۴۴ منډو هدف یې وټاکه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې دېکن لوبډلې ښکلی پیل درلود چې په ۶۰ منډو کې یې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکړی وو.خو وروسته په درې توپونو د سیټ لوبغاړو شهزاد او اعظم خان په سوځیدو سره لوبه هم له دېکن کنټرول بهر شوه.

شهزاد په ۱۱ توپونو د ۲ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ (۱۷) منډې جوړې کړې.

اعظم خان په ۲۲ توپونو (۵۴) او په وروستیو کې انور علي په ۱۰ توپونو د ۳ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته (۳۵) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

شراف الدین اشرف هم په ۷ توپونو د یوې شپږیزې او یوې څلوریزې په مرسته ۱۳ منډې جوړې کړې.

دېکن لوبډلې په لس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۰ منډې جوړې کړې او سیالي یې په ۳ منډو توپیر نرترن لوبډلې ته بایلوده.

نن به په یاد لیګ کې درې لوبې بیا هم ترسره شي.

لومړی لوبه کې د څلورو افغان لوبغاړو په شتون کې بنګله ټایګرز لوبډله د قلندرز لوبډلې سره مخ کیږي.

دوهمه سیالۍ کې ماراټه له ابوظبي لوبډلې سره او په دریمه لوبه کې نرترن له پوني لوبډلې سره مخ کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ