اشوک ډېنډا له کرکټ تقاعد اعلان وکړ | خبریال

اشوک ډېنډا له کرکټ تقاعد اعلان وکړ

کریکبال وېبپاڼه- د بنګال او هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره توپ اچونکي اشوک ډېنډا له یوې نیمې لسیزې کرکټ وروسته د کرکټ په کیریر پرته را کش کړه او له هر قسم کرکټ څخه یې د تل لپاره تقاعد یا استعفاء وکړه.

۳۶ کلن ډېنډا چې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې ۱۳ یو ورځنۍ او نهه شل اوریزې لوبې کړي وې،د ۲۰۱۹ کال تر ۲۰۲۰ کال رانجي ټرافي سيالیو د پيل وړاندې ګوا ښار ته لاړ او هلته د یوې لوبې وروسته له تبعيضي چلند سره مخ شو چې وروسته یې سيالۍ هم پریښودې.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل: ((نن ورځ زه له هر قسم کرکټ څخه تقاعد اعلان کوم.ما هند کرکټ بورډ او د ګوا کرکټ ادارې ته هم د ایمیل له لارې د تقاعد کیدو خبر ورکړئ دي.))

ډېنډا د هند کرکټ بورډ ادارې او پخواني لوبډلې مشر ساراپ ګنګولي څخه مننه وکړه چې هغه ته یې په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کال کې لوبو کې چانس ورکړ.

ډېنډا د هند کرکټ ملي لوبډلې سربیره ای پي ایل سيالیو کې د ډهلي،کلکته،پوني او بنګلور لوبډلو لپاره هم لوبې ترسره کړي دي.

په ۷۸ ای پي ایل سيالیو کې نوموړي ۶۸ ویکټې ترلاسه کړي دي.ښه توپ اچونه یې په یوه لوبه کې د ۱۸ منډو په بدل کې د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

ډېنډا وویل: ((دلته بعضې کسان شته چې له ما سره یې د کرکټ کیریر کې ډيره همکاري کړي ده.لومړی زما مور او پلار دي.بیا له هند کرکټ بورډ او ساراپ ګنګولي څخه مننه کوم چې ماته یې په بنګال لوبډله کې په لومړي ځل چانس راکړ.که څه هم زه چې په لوبډله کې نه ووم،خو ماته یې بیا هم په ۱۶کسیزه لوبډله کې ځای راکړ.))

د یادنې وړ ده چې اشوک ډېنډا په ۱۱۶ فرسټ کلاس سيالیو کې ۴۲۰ ویکټې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ