په همدې ورځ ۲۰۱۸ کال کې هند ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټلی وو | خبریال

په همدې ورځ ۲۰۱۸ کال کې هند ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټلی وو

کریکبال وېبپاڼه- په همدې ورځ د فبرورۍ په دریمه نېټه د هند نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۸ کال د نوولس کلنو نړیوال جام پایلوبه کې اسټرالیا ته په ۸ ویکټو ماتي ورکړي وه.او د څلورم ځل لپاره یې د نوولس کلنو نړیوال جام اتلوالي خپله کړي وه.

د پراتیو شا په مشرس کې هند په ياد ټورنمېنټ کې ټولې شپږ لوبې وګټلې.سیمي فاینل لوبه کې له پاکستان سره مخ شول او پاکستان ته یې په ۲۰۳ منډو توپیر ستره ماتي ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

په یاد نړیوال جام کې شوبمن ګېل د ټورنمېنټ غوره لوبغاړی اعلان شوی وو.

په تیر ۲۰۲۰ کال نړیوال جام کې هند له بنګله دېش سره پایلوبې ته وتلی وو چې په درې ویکټو د بنګله دېش لخوا مات شو او د جام اتلوالي بنګله دېش وګټله.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ