قیس احمد: خوښ یم چې پاکستان سوپر لیګ کې به ولوبیږم | خبریال

قیس احمد: خوښ یم چې پاکستان سوپر لیګ کې به ولوبیږم

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ لوبډلې ځوان لوبغاړي قیس احمد پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي،خوښ دی چې په لومړي ځل به د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سيالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

نوموړي ویلي،په کویټه لوبډله کې ښه لوبغاړي لري او نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د یادې لوبډلې لپاره به ښې لوبې ترسره کړي.

هغه وویل: ((زه د راتلوونکي پاکستان سوپر لیګ سيالیو لپاره ډیر خوشحاله یم.دا به زما لومړی ځل وي چې پاکستان ته سفر کوم.بله دا چې زه په کویټه لوبډله کې ډير ملګري لرم او له دوی سره یو ځای د لوبې څخه به ډیر خوند واخلم.))

نوموړي وویل،پدې هیله چې دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ ښې اړیکې شتون ولري.

((زه غواړم چې پاکستان او افغانستان په کرکټ کې ښې اړیکې ولري.مونږ ته خپل کرکټ بورډ هم ویلي چې پاکستان کې سيالۍ وکړی او دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ کومه ستونزه نشته.))

لیګ سپنر قیس احمد هیله څرګند کړه چې د افغانستان لپاره به په ټوله پارمټونو کې لوبیږي.

((زما لومړیتوب به دا وي چې لومړی د خپل هیواد لپاره لوبې ترسره کړم او بیا به په لیګونو کې لوبې ترسره کوم.زما خوب همدا دی چې د افغانستان لپاره ویاړونه راوړم.زه ډیر خوشحاله یم چې پدې وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په درې واړو پارمټونو کې نومول شوی یم.))

د یادونې وړ ده چې قیس احمد اوسمهال په ټي ټين لیګ سيالیو کې د درې نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای د بنګله  ټایګرز لپاره لوبې ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ