ډي کوک د ټیسټ کپتانۍ لیرې کیږي | خبریال

ډي کوک د ټیسټ کپتانۍ لیرې کیږي

کریکبال وېبپاڼه- د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې روزونکي مارک بوچر خبر ورکړئ چې د پاکستان له سیالیو وروسته به د کوینټن ډي کوک له کپتانۍ لیرې کړي.

بوچر ویلي چې په کوینټن ډي کوک د ټیسټ کپتاني یو پېټۍ دی او په یوه وخت کې د درې پارمټونو کپتاني ترسره کول اضافي بوج دی چې له کبله یې د ډي کوک بیټینګ هم اغیزمن شوی دی.

مارک بوچر زیاتوي،کوینټن ډي کوک یو بهترین لوبغاړی دی او پر هغه د فشار را کمولو له کبله دوی همدې پریکړې ته رسیدلي دي.

که څه هم ډي کوک د ټیسټ کرکټ سیالیو موقت کپتان وو،خو په لوبډله کې د وړ کس د نه پیدا کیدو له کبله نوموړي ته د همدې پارمټ سیالیو مشري هم ور وسپارل شوه.

ټاکل شوي وه چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې به د درې ټیسټ سیالیو لپاره سويلي افریقا هیواد ته سفر کړی وای،خو د کرونا د ویرې له کبله اسټرالیا دغه سفر لغوه کړ چې پدې پریکړې سره سویلي افریقا کرکټ بورډ هم خواشیني څرګنده کړه.

د اسټرالیا سفر په ځنډیدو سره به سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله نهه میاشتې د ټیسټ کرکټ د لوبو څخه محرومه وي.

سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډله اوسمهال پاکستان کې ده او د یاد هیواد سره به ټیسټ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

پاکستان لدې وړاندې لومړی ټیسټ لوبه له سويلي افریقا ګټلي.

ټاکل شوي چې د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه سبا راولپنډۍ ښار کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ