کال وړاندې په همدې وخت قیس احمد غوره توپ اچونه کړي وه | خبریال

کال وړاندې په همدې وخت قیس احمد غوره توپ اچونه کړي وه

د بنګله دېش په کوربه توب د افغان الف لوبډلې او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه چې په تېر ۲۰۱۹م کال کې د جون پر اتمه نېټه چې له نن ورځې سره برابره وه د قیس احمد په بهترینې توپ اچونې سره افغانستان په اووه ویکټو ګټلې وه.

هغه مهال د یادې څلور ورځنۍ سیالۍ پچه افغانستان ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه، بنګله دېش هم په لومړنۍ پاڼۍ کې د د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې وې.

د بنګله دېش الف لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې انعام الحق ۱۲۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، دغه راز عارف حسین ۵۰ او محمد نعیم بیا ۴۹ تر نورو توپ وهونکو ډېرې منډې جوړې کړې وې.

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان توپ اچوونکو له لوري قیس احمد او یمين احمدزي درې ـ درې، نوین الحق ۲ او شرف الدين اشرف یو لوبغاړی سوځولی وو.

ورپسې افغان الف لوبډله هم د توپ وهنې لپاره راښکته شوه او د بنګله دېش الف لوبډلې د ۲۵۳ منډو په تعقیب سره یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ټوټل ۲۵۷ منډې جوړې کړې او بنګله دېش یې څلور منډې باقي کړه.

د افغان الف لوبډلې لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې قیس احمد ۴۶ ناسوځيدلې، افسر ځاځي ۴۵، عثمان غني ۳۹، ابراهیم ځدراڼ ۳۷ او شرف الدين اشرف ۳۱ زیاتې منډې جوړې کړې وې.

د بنګله دېش الف لوبډلې لپاره په لومړنۍ پاڼۍ کې د توپ اچونې په برخه کې تنبیر حید درې لوبغاړي، اسلام درې او اوکامرالاسلام ربابي هم درې لوبغاړي وسوځول.

په دغې لوبه کې د لومړیو پاڼیو د بشپړیدو وروسته دوهمه پانۍ هم بنګله دېش پیل کړه. په دوهمه پانۍ کې بنګله دېش یو ځل بیا پاتې راغله دوی په نږدې شپېته اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۱۷۵ منډې هدف افغان لوبډلې ته وټاکه.

د بنګله دېش لپاره په دوهمه وروستۍ پاڼۍ کې عارف حسین ۴۴، ایمر قیس ۳۴، انعام الحق ۲۳ تر نورو لوبغاړو ډیرې جوړې کړې ، خو افغان توپ اچوونکو لوړ هدف ته پرېنښودل.

د افغانستان لپاره په توپ اچوونکو کې قیس احمد ۷ لوبغاړي وسوځول. دغه راز یمین احمدزي ، نوین الحق او شرف الدین اشرف یوه ـ یو لوبغاړی وسوځوه.

افغانستان د ۱۷۶ منډو هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۳م اور کې ترلاسه کړ او د بنګله دېش الف لوبډلې ته یې په خپل کور کې په اوو ویکټو ماته ورکړه.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې د پیل لوبغاړو ښه لوبه کړه ابراهیم ځدراڼ ۷۶ منډې ، عثمان غني ۳۹ منډې او لوبډلمشر ناصر جمال بیا د ۵۹ ناسوځېدلو منډو پر مټ یاد هدف پوره او سیالي یې وګټله.

افغان ورو توپ اچونکی قیس احمد چې په دواړو پاڼيو کې لس لوبغاړي سوځولي وو او په لومړي پاڼۍ کې په توپوهنه کې ۴۶ ناسوځيدلې منډې هم جوړې کړې وې؛ د لوبې غوره لوبغاړی هم راغلی و.

قیس احمد په دغې سیالۍ کې د ښه ځلیدا وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره لومړنۍ ټیسټ لوبه هم د بنګله دېش خلاف ترسره کړه او بیایې د ویسټ انډیز خلاف خپله لومړنۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې هم د هیواد لپاره لوبه وکړه.

قیس دا مهال د ویسټ انډیز غوره لیګ، د اسټرالیا بېګ باش، د عربو ټي ټين او د بنګله دېش په غوره لیګ کې هم د ښه ځلیدا وروسته لوبې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال دا وخت د افغانستان الف لوبډله بنګله دېش ته په سفر تللې وه چې هلته یې له دغې لوبډلې سره دوه څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ (لیست اې) لوبې ترسره کړې او له یوه بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ