انګلستان په دوهمه ټيسټ لوبه کې ویسټ انډيز ته په ۱۱۳ منډو ماتي ورکړه | خبریال

انګلستان په دوهمه ټيسټ لوبه کې ویسټ انډيز ته په ۱۱۳ منډو ماتي ورکړه

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ټيسټ لوبه کې میلمه ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړه او پدې سره یې د درې ټیسټ لوبو لړۍ سیریز برابر کړ.

انګلستان د ورځې پيل ۲/۳۷ منډو وکړ دواړو لوبغاړو جو روټ او بین سټوکس انګلستان ته  ښکلی پیل ورکړ او په لومړي اور کې يې له ویسټ انډيزي بالر څخه ۱۴ منډې ترلاسه کړې.

بین سټوکس ښکلي لوبې ته دوام ورکړ او په ۳۶ توپونو وتوانید چې نیمه سلیزه هم بشپړه کړي.د هغه ملګری جو روټ بیا په ۲۲ منډو سره خپله ویکټ په منډه کې له لاسه ورکړه.

د روټ سوځيدل په بین سټوکس باندې کوم فشار وراد نه کړ او خپلې لوبې ته یې دوام ورکړ.نوموړي ۷۸ منډې جوړې کړې او انګلستان د ۳/۱۲۹ منډې جوړې کړې او ویسټ انډيز لوبډلې ته یې د ۳۱۲ منډو هدف کيښود.

ددغه هدف په تعقيب کې ویسټ انډيز په خپل دوهم اننګز کې خراب پیل ورکړ.اوپنر لوبغاړی جوهن کمبل په (۴) منډو په لومړي اور کې د سټیوارټ براډ لخوا له میدان بهر شو.

له اوپنر لوبغاړي شای هوپ سره کریګ براتویټ په توپ وهنه کې یو ځای شو.خو هغه هم ښه لوبه ونشوه کولی او د کریس ووکز لخوا په ال بي ډبلیو سره وسوځید.

براډ بیا هوپ هم له مخې پورته کړ او ویسټ انډيز لوبډلې په ۹ اورونو کې د ۲۳ منډو په بدل کې درې پیاوړي لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د ویسټ انډيز لپاره بروکس او بلاک ووډ یوازيني ښه لوبغاړي وو چې په ګډه یې تر ۱۰۰ منډو ملګرتیا ترسره کړه او دواړو نیمه سلیزې هم جوړې کړې.

بین سټوکس د دوی دواړو ملګرتیا ماته کړه او بلاک ووډ په (۵۵) منډو وسوځیده.او بروک بیا په ۶۲ منډو د سام کرن لخوا په ال بي ډبلیو سره اوټ شو.د دوی دواړو لوبغاړو سوځیدو سره د ویسټ انډيز د توپ وهنې لړۍ هم را ټوله شوه او ټوله لوبډله په ۱۹۸ منډو وسوځيده او لوبه یې په ستر توپیر انګلستان ته بایلوده.

لدې وړاندې انګلستان په لومړي اننګز کې ۹/۴۶۹ منډې جوړې کړي وې. په بدل کې یې ویسټ انډيز پخپل لومړي اننګز کې ۲۸۷ منډې جوړې کړي وې.

د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې ویسټ انډيز پخپله لومړۍ ټیسټ لوبه کې انګلستان ته په څلورو ویکټو ماتي ورکړي وه او په دوهمه ټیسټ لوبه کې انګلستان بیا ویسټ انډيز ته ماتي ورکړه او پدې سره د دوی ترمنځ د درې ټيسټ لوبو سیریز مساوي شو.

دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه ټيسټ لوبه د جولای په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ