انګلستان له ویسټ انډیز څخه ټېسټ لوبلړۍ وګټله | خبریال

انګلستان له ویسټ انډیز څخه ټېسټ لوبلړۍ وګټله

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې انګلستان ته د درې ټېسټ لوبو تر سره کولو لپاره سفر کړی وو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه ټېسټ لوبلړۍ د روانې جولای میاشتې په ۸مه نېټه په سوت همپټون لوبغالي کې پېل شوه.

د دغې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ویسټ انډیز لوبډلې انګلستان ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه.

دویمه د انګلستان په مانچسټر لوبغالي کې ترسره شوه، چې انګلستان له ویسټ انډیز څخه د ۱۱۳ منډو په توپیر وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ وروستۍ لوبه هم په مانچسټر لوبغالي کې وشوه.

دغې لوبه کې انګلستان په دواړو پاڼیو توپ وهنه کې ویسټ انډیز ته د ۳۹۹ منډو هدف وټاکه، خو ویسټ انډیز لوبډلې هدف پوره نه شو کړی او د ۲۶۹ منډو په ستر توپیر انګلستان ته وبایلله، چې په دې بریا سره انګلستان لوبډله د لوب لړۍ ګټونکې شوه.

انګلستانی سټوارټ براډ د ۱۶ ویکټو په اخیستو سره د سیریز غوره توپ اچونکی او ویسټ انډیزی روسټون چیس د ۱۰ ویکټو او ۱۵۷ منډو په جوړه ولو سره د لوب لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دوه انګلستاني لوبغاړو بین سټوک او ډي پي سیبلي د خپلې لوبډلې په ګټه دغې سیریز کې سلیزې هم ووهلې، سټوک تر ټولو زیاتې ۳۶۳ منډې جوړې کړې، چې په یوه پاڼۍ کې ۱۷۶ پام وړ منډې وې.

آر جی بورنس ۲۳۴ او سیبلي د یوې سلیزې په مرسته ۲۲۶ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

د کرونا ناورغۍ د خپریدو مخنیوي په پار له اوږد قرنطین وروسته د کرکټ نړیوالې لوبې د انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ په همدې لوب لړۍ سره پېل شوې.

له ۱۹۲۸م کال راهیسې انګلستان او ویسټ انډیز په خپلو منځو کې سره ۱۶۰ ځلې مخ شوي، چې ۵۸ لوبې یې ویسټ انډیز ګټلي، ۵۱ انګلستان ګټلي، ۵۱ لوبې یې مساوي شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ