د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کلاسېک لوبغاړی حشمت الله شهیدي وایي، چې هغه په نړیوال کریکټ کې تر ټولو زیات د پاکستان خلاف لوبه کې په یوه ښه احساس او لیونۍ مینې سره میدان ته کوزیږي.
د افغان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت الله شهیدي نن د شمشاد نړیوال ټلویزیون په یوې ورزشي خپرونه کې ګډون کړی و چې د راتلونکي کرکټ، پلانونو او شخصي ژوند په اړه یې څرګندونې وکړې.
حشمت شهیدي په دغې مرکه کې هغه راز هم راڅرګند کړ چې هغه ولې د پاکستان خلاف که هغه ملي لوبډله وي، که نولس کلنه او که هم الف لوبډله وي ښه ځلیږي؟
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې کله هم دی میدان ته کوزیږي په شرټ یې دافغانستان نښان وي او ټول ولس هم غواړي چې پاکستانۍ لوبډله ماته کړي، نو ځګه په یو ځانګړې احسان سره میدان ته ښکته کیږي.
حشمت په دغې مرکه کې وویل، چې نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان خلاف په یوې سیالۍ کې په ۹۷ منډو وسوځید چې لایې هم دغه ارمان په زړه پاتې دی چې باید په دغې تاریخي لوبه کې سلیزه وهلې وه.
د حشمت شهیدي پر وینا چې د قرنطین پر مهال یې هم خپل تمرینونه نه دی پریښی په خپل وخت یې بیلابیل تمرینونه،جیم کړی دی او ترڅنک یې بیوزله افعانان هم نه دي هیر کړي هغوی سره یې د خپلې وس مرسته کړې.
حشمت شهیدي څخه په دغې مرکه کې د شمشاد خبریال صابر رحیمي پوښتنه وکړه چې ولې له پرله پسې ځلېدا او ښه پر فارمنس وروسته تاسې د ویسټ انډیز خلاف سیالیو ته وانخیستل شوئ؟
حشمت د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې هغه په خپله هم نه پوهیږي، خو د سلېکشن یا غوراوي کمېټې له لوري دغې لوبلړۍ ته نه و اخیستل شوی، بلکې ورته دلیل هم ویل شوی و چې ګواکې د ویسټ انډیز روزونکی فیل سیمونز ستاسې په توپ وهنې پوه دی، نو ځکه نه وې انتخاب شوی، خو حشمت دا دلیل ډیر ساده وباله.
حشمت الله شهیدي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې هغه دا مهال په بشپړه توګه د افغانستان سیالیو ته تیار او په تمه دی، څو په نړیوالو میدانونو کې د تل په څېر د هېواد په نماینده ګۍ ولوبیږي او بیرغ یې وځلوي.
حشمت شهیدي وویل ډیری خلک وایي چې ګواکې تاسې خپل سټرایک ریټ په ناسم حالت کې ساتلی دی، خو نوموړي علت په لوبه کې د افغان لوبغاړو ژر ژر سوځېدل یاد کړ چې دا خپله سخت حالت دې ته اړ کړي څو لوبه ارامه وکړي او روزونکي لار ښوونې وښودلې چې همدا ډول توپ وهنه یې کړې ده.
حشمت وویل، کولی شم په شل اوریز، یو ورځنۍ او ټسټ فارمټ کې هم ولوبیږم او دا ځل غواړم چې مکمل په تغیراتو سره لوبې پیل کړم، خپل سټرایک رېټ نارمل حالت ته را وګرځوم او د ارامې لوبې ترڅنک مناسب شاټونو ته هم په بیټینګ کې ځای ورکړم.
حشمت شهیدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نوموړی ولې په کابل کې روزنیز کمپ ته نه دی غوره شوی وویل، چې هغه ته افغان کرکټ بورډ ویلی ول چې یاد کمپ ته د شل اوریزو سیالیو لوبغاړي انتخاب شوي دي، خو هغه ته معلومه شوه چې په کمپ کې د یو ورځنیو سیالیو لوبغاړي رحمت شاه ته هم چانس ورکړل شوی دی.
نوموړي وویل، چې په تېر نړیوال جام کې په هغه او یو شمېر نورو لوبغاړو حالت ډیر ناسم تېر شو ډیر له فشار لاندې و او سخت خواشیني شوي ول.
حشمت په ملي لوبډله کې د لوبغاړو سره د اړیکو په اړه هم وویل چې ټولو سره ښې اړیکي لري، خو ملګری مجیب ځدراڼ دی او حمید حسن بیا ورته د مشر ورور په شان ګران دی چې د سفر پر مهال هم کوښش کوي چې په یو اطاق او یاهم یوبل سره نږدې اووسي.
حشمت په خپلو څرګندونو کې د افغانستان راتلونکی کرکټ روښانه یاد کړ چې ګواکې مونږ په هیواد کې تکړه تکړه ځوانان، ښه ښه استعدادونه لرو چې د هیواد کریکټ پرې غني دی او ډیر ویاړونه به راوړي.
حشمت شهیدي څخه په دغې خپرونه کې د څرګندونو په دوام پوښتنه وشوه چې په نړیوال کریکت کې دې د خوښې وړ لوبغاړی څوک دی؟
حشمت شهیدي د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې کمار سنګکاره یې د خوښې وړ توپ وهونکی دی،خو دغه راز یې په اوسنیو کرکټرانو کې د هندۍ لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي د خوښې وړ دی.
دغه راز حشمت په وروستیو کې وویل چې یو ښه لوبغاړی باید په کریکت کې ښه فیټنیس ولري او ښه فیټنیس کولی شي چې کریکټر ته د خو لوبو فرصت پیداکړي چې دی هم پری ډیر زحمت باسي.
حشمت االه شهیدي دغه راز د افعانستان کورني لیګ شپږیزې ته اشاره وکړه چې د یوه لوبغاړي په توګه ورته دی هم ډیر په بې صبرۍ انتطارکوي او غواړي چې په دغې پړاو شپږیزه لیګ کې خپله چټکه توپ وهنه هم خپلو مینه والو ته نندارې ته وړاندی کړي.