راشد خان: راتلونکو ۳ يا ۴ کلونو کې به ۱۵ افغان لوبغاړي ای پي ایل ته واخيستل شي | خبریال

راشد خان: راتلونکو ۳ يا ۴ کلونو کې به ۱۵ افغان لوبغاړي ای پي ایل ته واخيستل شي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ مشهوره لېګ سپېنر ګوګلي بالر راشد خان د ازادۍ راډیو سره په یوې مرکه کې وویل ، که چېرې د افغانستان لوبغاړي د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیوته لار پیداکوي نو باید د ملي لوبډلې لوبې د ایرلینډ او زمبابوې پرته د نړۍ له ټاپ بهترینو اتو لوبډلو سره برابرې شي.

په دغې مرکه کې د ازادۍ راډیو خبریال فرید سعادات له راشد خان وپوښتل چې ایا په راتلونکو دریو څلورو کلونو
کې به له افغانستانه تر دولسو لوبغاړو پورې د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو ته لار پیداکړي؟

راشد خان د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې بالکل په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستانه د لسو نیولي تر ۱۵ لوبغاړو پورې کولی شي چې په ای پي ایل کې خپل ځای پیداکړي، خو شرط یې دادی چې خواري، مهنت زحمت وباسي او خپل ځان ورته اماده کړي.

د راشد پر وینا تر ټولو بیا مهمه داده چې افغان لوبغاړو ته د نړۍ له سترو ټاپ ۸ لوبډلو سره سیالۍ برابرې شي نوموړي یو مثال هم وړاندې کړ د هغه پر وینا که چېرې یو افغان لوبغاړی په ایرلینډ او زمبابوې ۲۰۰ منډې وکړي، یوځل به ورته فکر وشي،خو که چېرې همدا ۲۰۰ منډې په هندۍ یاهم د بلې سترې لوبډلې خلاف وکړي نو بیا به د هغه لوبغاړي په پیرلو کې ښه رول ولوبول شي.

راشد خان په دغې مرکه د ۴ میاشتیني قرنطین په اړه هم وویل، چې هغه نږدې یوه میاشت په دوبۍ کې تېره کړه پاتې وخت یې په جلال اباد کې د خپلې کورنۍ غړو سره یوځای تېر کړ چې تر ډیره یې خپل تمرینات هم کول.

راشد خان په کابل کې د خپلې کرکټ اکاډمۍ په اړه هم وویل، چې نږدې ۷۰ سلنه په عصري وسایلو سمبال ده ان د انکلستان هیواد څخه یې هم ورته یو شمېر عصري او معیاري ماشینونه راوړي دي، څو ترې ځوانان ګټه واخلی او هم پلان لري چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د راشد خان په نوم عصري روزنځایونه پرانیزي .

راشد خان په دغې مرکه کې وړاندې د خپل فېټنېس په اړه وویل، چې په بشپړه توګه برابر دی، او د نورو لوبغاړو لپاره بلکې په کرکټ کی تر ټولو مهم څیز هغه فېټنېس دی چې باید هر لوبغاړی ولري څو ښه توپ اچونه، ښه توپ وهنه او ښه ډګر ساتنه وکړي.

راشد خان په دغې مرکه کې د خپل شخصي ژوند په اړه هم وویل، چې نوموړی په راتلونکو پنځو شپږو کلونو کې د کورنۍ په سلاح مشورې سره کوژدې او واده ته کوم پلان نه لری، خو که چېرې افغانستان نړیوال جام یاهم اسیا جام وګاټه بیانو کوژده او واده کوي.

دغه راز یې وویل، که چیرې راشد خان کرکټر نه وی نو بیابه دا وخت د طب پوهنځی محصل وی او په راتلونکي کې به د یو ډاکټر په صفت هغه خپل رول اداء کاوه چې دا یې د کورنۍ ستر ارمان و.

راشد خان وویل، چې دی په کوم تجارتي لیګ کې لوبېږي نو د نورو افغان لوبغاړو د پیرلو لپاره هم کوښښ کوي چې د دوی په باور ورته لار پرانیستل شي، راشد د ظاهر خان او مجیب په اړه وویل، چې د ای پي ایل لیګ پر مهال کله چې دوی په ۱۹ کلنه لوبډله کې و د پیرلو لپاره یې له وارنر، ټام موډي، ویلیمسن سره هم خبرې کړې وې.

راشد خان د افغانستان راتلونکی کریکټ روښانه یاد کړ چې خورا ډیر استعداد را روان دی چې یو وخت به په نړیواله کچه خپل راج وچلوي.

داچې ډیری افغانان وایی، د هند په غوره لیګ کې باید محمد نبی او راشد خان له یوې لوبډلې سره ونه لوبیږي، جلا جلا ولوبیږي، څو افعانان ډیری لوبې ننداره کړي، خو راشد خان وویل، چې محمد نبي ته حیدر اباد لا هم ضرورت لري او دوی په یوې لوبډله کې سره خوښ دي چې ډیری وخت له یوه بل سره پښتو وایي چې په دې سره نورو بهرنیو لوبغاړو ته هم پښتو ژبه ور زده کوي.

راشد خان وویل، چې مجیب الرحمان، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی اودی ته ورته نور ځوانان د افغانستان ښه راتلونکي دي، خو توپ وهونکي باید له نړیوالو بالرانو سره ځان جوړ کړي او د ۱۴۰/۱۵۰ پلس چټک بال وهلو وړتیا باید ولري څو ښه نړیوال کرکټ وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ