محمد نبي: د افغانستان له برکته نړۍ کې شهرت لرم | خبریال

محمد نبي: د افغانستان له برکته نړۍ کې شهرت لرم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري محمد نبي عیسی خېل تازه اوږده مرکه په کرېک ټرایکر وېبپاڼې باندې خپره شوې ده چې د انیس سجان سره یې کړې مونږ یاده مرکه په بشپړه توګه د پوښتنې او ځواب سره سم له تاسې سره شریکوو.

انیس سجان: افغانستان کې هر څه څنګه دي؟

د محمد نبي ځواب: هر یو په قرنطین کې دی،خو دلته يې خلک دومره جدي نه نیسي افغانستان کرکټ بورډ دلته د لوبغاړو لپاره روزنیر کمپ پرانیستی دی.په یوه وخت یوازې پنځه لوبغاړي پکې تمرینات ترسره کوي تاسو زما رنګ کتلی شی چې څنګ تور شوی دی.

انیس سجان: څه احساس کوې چې د تیرو دریو میاشتو راهیسې دې کرکټ نه دی کړی؟

نبي: د یو داسې چا لپاره چې ټول کال کرکټ کوي او بیا ترې وغوښتل شي چې په کور کې پاتې شئ ډيره سخته وي د تیرو دریو میاشتو راهیسې د هيڅ نه وي کړې،په رښتیا هم چې ډيره سخته وي.د تيرې اوونۍ راهیسې ټرینینګ روان دی،نو خپله وجود ورسره بلدیږي.

انیس سجان: د یوه سپورټسمېن لپاره چې دولس میاشتې کرکټ کوي او بیا په ناڅاپي توګه د کرونا له کبله کرکټ ودروي،اوس بیا کرکټ ته راګرځيدل ترې وغوښتل شي.

نبي: بلکل درست! فقط یوه ټورنمینټ یا سیریز شروع ته په تمه یو ترڅو واپس کرکټ ته راوګرځو او لوبې پیل کړو.

انیس سجان: ما واریدل چې په رمضان کې تاسو ډيرې صدقې (خیريه کارونه) ترسره کړل نور معلومات له مونږ سره شریک کولی شئ؟

نبي: مونږ د (نبي خیریه بنسټ) یو دوه کاله وړاندې پیل کړی زه درې نور ملګري هم لري چې په دې کې ګډ دي او یو ځای پکې کار کوو په دې رمضان کې مونږ ښه زحمت وکړ، د خپلو ملګرو او نورو بندینیو خلکو څخه مو مرستې راټولې کړې،د ۲ زرو څخه مو په زیاتو کورنیو وویشلې.

زمونږ حیریه بنسټ هڅه کوي چې دلته د خلکو سره همدغه شان مسلسل کار وکړي مونږ به یوه داسې ستراتیژي جوړوو،چې څنګه مونږ دغه شان مرستو ویش ته دوام ورکولی شو،تر څو همدغه اړمن خلک خپلې کورنۍ پرې وساتي. زه یو څه نور ملګري هم لرم چې هغه به له مونږ سره یو ځای شي څومره مو چې په وس کې وي،خپلو هڅو ته به دوام ورکوو.

انیس سجان: ماته یاد دي چې تاسو په جنورۍ میاشت کې چې افغانستان کې ژمی وو،خلکو سره مو مرستې کړې وې؟

نبي: بلې!،مونږ ورته مرستې ژمي کې کړي وې.مونږ ددې لپاره پيسې راغونډوو چې خلکو سره مرسته وکړو که مونږ همدې واړو کارونو ته مسلسل همداسې دوام ورکړو،یوه ورځ به لدې هم چې نن دی،ستر بنسټ ولرو.

انیس سجان: تاسو په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې په لوبو کې راښکاره شوی،تردې اپریل میاشتې پورې یوولس کاله کیږي او تاسو لومړی افغان لوبغاړی وی،چې په لومړي میچ کې د سيالۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شوی،تاسو د سکاټلینډ سره یاده لوبه یادیږي؟

نبي: هو! راته یاديږي،په ورته سیریز کې افغانستان زمونږ ټيم د یو ورځنیو لوبو غړیتوب هم ترلاسه کړ.زمونږ لومړۍ لوبه د سکاټلینډ سره وه او د ویاړ احساس مو وکړ چې په لومړۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شوم.

انیس سجان:کوم یو شی وو چې افغانستان وکړ،لکه د نور ټيمونو چې منځني ختیځ کې دي،لکه امارات او عمان د ډيرې مودې راهیسې اوس هم کرکټ کوي،خو افغانستان په ډيرې چټکۍ سره د سترو ټیمونو په قطار کې راغی،کوم یوه ته کريډيټ ورکوې چې افغانستان یې تردې ځای راورسوه؟

نبي: لومړۍ دا چې زمونږ ټول لوبغاړي مسلکي کرکټران دي،چې یوازې کرکټ کوي او بل ځای چرته کار نه کوي. دوهمه دا چې،مونږ ۱۵- ۲۰ لوبغاړي د ۲۰۰۴ کال راهیسې یو ځای لوبې کوو.چې دغه کمبنیشن لا وړاندې په همغه وخت کې دی.کله چې نوي لوبغاړي ټیم ته راځي، ۵ یا ۶ لوبغاړي ټيم کې وي چې هغوی ته لارښوونه کوي.مونږ هڅه کوو چې د لوبغاړو ترمنځ یووالی او اتحاد وساتو کله چې په ټيم کې یووالی او اتحاد نه وي،بیا دوی کومې لوبې هم نشي ګټلی.

نو د همغه وخت راهیسې مونږ د لوبغاړو ترمنځ اتحاد لرو مونږ يوازې د خپل هیواد او ملت لپاره لوبې کوو کله چې مونږ د ای سي سي ټورنمینټونو ته ځومونږ ددې لپاره نه ځو،چې یوازې لوبې وکړو،بلکې غواړو چې لوبې وګټو مونږ شاته نه ګورو،مونږ مخې ته ګورو چې په ښې روحیې سره لوبې وګټو.

دا چې مونږ په چټکۍ سره تر لوړو ټيمونو راورسیدو،په دې کې د یوه کس هڅه نه وه،بلکې د ټيم مشترکه هڅه،یووالی او د دوی جذبه وو،چې تردې ځای را ورسيدو.

انیس سجان: زه غواړم چې له تاسو وپوښتم،چې تاسو یوازینی کس یاست چې ۱۰۰ لوبې مو کړي دي.که یادونه یې وشي،تاسو ۱۳۵ یو ورځنۍ لوبې کړي.د ستا فېټنیس تر شا راز څه دی؟

نبي: انیس بهای (هههه)اوس زه زوړ شوی یم.د ۲۰۱۴ کال راهیسې ما کرکټ ندی قضا کړی.که هغه لیګونه وي،ما بیا هم پکې لوبې کړي.ما هڅه کړې چې ځان فېټ وساتم.په لومړیو کې ما غوښتل چې سپین بالر واوسم،په ځان مو دومره فشار نه راوړ، خو چې بيټینګ مو شروع کړ.ما په ځان نوره خواري او محنت پيل کړ.

اوس هم،همدغه کار جریان لري کوم لیګ ته چې سفر کوم که لوبې نه وي،بیا هم زما تمرین کوم. زه باید خپل بدن د فېلډ سره ۱۰۰ فیصده اعیار کړم.

انیس سجان: ستاسو د سفر یوولس کاله کیږي تاسو په ډيرو خارجي لیګونو لکه ای پي ایل،سي پي ایل،بیګ باش،بي پي ایل او تقريبا په ټولو لیګونو کې مو برخه اخیستې هر لیګ خپله مشخصات لري.که پدې وغږيږی چې کوم لیګ وو،چې نبي عیسی خېل څخه یې نړیوال ستوری جوړ کړ؟

نبي: افغانستان و چې له ما څخه یې نړیوال ستوری جوړ کړ چې دلته هم داسې لوبغاړی شته چې نبي نومیږی او بیا ای پي ایل لومړی افغانستان و،چې دده له کبله ای پي ایل ته لاړم او ډيرې تجربې مو لاسته راوړې.که د نورو لیګونو سره پرتله شي،په لومړیو کې ما ډيرې لوبې هلته ونکړې ما هلته هم ښې لوبې وکړې او د سلیکشن ته مو رضایت ورکړ.

انیس سجان: یو مهم شی چې زه غواړم لیدوونکو ته یې روښانه کړم،هغه دا چې د کوم لیګ ټيم لپاره نبي لوبیدلی،هغه ټيم په ټورنمینټ کې «ناک-اوټ» پړاو ته رسیدلی. آیا تاسو خپل ځان نیکبحته بولی،چې د کوم ټیم لپاره مو استازیتوب کړی؟

نبي: هو! دا حقیقت دی،کوم ټیم لپاره چې زه لوبیدلی یم.هغه سیمي فاینل یا ناک اوټ پړاو ته رسیدلی ان که ای پي ایل هم دی ټیم فاینل ته یا هم په ۴ غوره قطار کې راغلی دی په سي پي ایل کې دوه ځلې لوبیدلی یم.چې لوبډله مو یو ځل فاینل او بل ځل «ناک اوټ» پړاو ته ورسیده.همداشان بیګ باش کې هم.شاید دا یو بخت هم وي.

انیس سجان: نو دا به غلطه نه وي چې سړی ووایي چې نبي د کومې لوبډلې لپاره لوبیږي،د هغې لوبډلې لپاره یو بخت دی؟

نبي: کیدای شي چې بخت هم،مهم رول ولري، خو هر کله چې ما لوبې کړي،که هغه په لیګونو کې وي او یا د افغانستان لپاره وي،ما سل فیصده هڅه کړې او الله چې ماته بری را په برخه کړی دی.

انیس سجان: که شل اوریز جام کې غلط نشم،افغانستان د ۲۰۱۰ کال راهیسې نړیوالو جامونو ته کوالیفای شروع کړی؟

نبي: هو! هغه نړیوال شل اوریز جام وو

انیس سجان: په تیر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې داسې وخت هم وو،چې تاسو درې میچونه د اسيایي هیوادونو سریلانکا،پاکستان او هندوستان خلاف ګټلو ته نږدې هم وو.

نبي: مونږ نږدې وو،چې سریلانکا،پاکستان،هندوستان او ان ویسټ انډيز خلاف مو لوبې ګټلي وی، خو دغه لوبې له دې کبله وبایلل شوې چې د ټيم تجربې نه وې.لکه وړاندې مو وویل،چې مونږ کولی شول چې د پاکستان او هندوستان څخه مو سیالۍ ګټلي وی.مونږ تجربې نه درلودې او تر اخرو مونږ ونه توانیدو چې لوبې وګټو. انشاءالله چې راتلوونکي کې به مونږ هڅه کوو،چې سيالۍ وګټو.

انیس سجان: زه ډير مطمئین یم چې راتلوونکي نړیوال جام کې به تاسو دغه اوازې بدلې کړې،لکه تاسو چې وویل،چې مونږ ډیر نږدې میچونه بایلودل.اوس د نړیوال جام راتلوونکی هم یقیني ندی خدای دې وکړي چې سيالۍ وشي،که چیرې وشوې.په کوم رول تاسو غواړی چې لوبې وکړئ؟تاسو اکثره وخت په پاور پلې کې بالینګ کوی،همدا کوالیټي دی چې تاسو ښه بالینګ ترسره کوی؟

نبي: انشاءالله که نړیوال جام روان کال اسټرالیا کې ترسره شي،بې شکه چې زمونږ لوبډله به ښې کارکردګۍ کوي،ځکه د هغه ځای پيچونه بیټینګ لپاره مساعد دي ځینې هلته پیچونه دي چې د بالینګ لپاره هم مساعد دي،خو زیاتره د توپوهنې لپاره مساعد دي.بال د بیټ لپاره ښه جوړیږي.زمونږ زیاتره لوبغاړي هېټران دي،که چیرې مونږ تر ۱۵۰ او ۱۶۰ پورې منډې جوړې کړو،بیا مونږ ښه بالران لرو او دفاع یې کولی شو.

څومره شل اوریزې لوبې چې ما کړي،یو یا دوه اورونه مو پاور پلې کې ترسره کړي.زه یو ۲- ۳ ورائشن بالینګ ترسره کوم،مخالف نفر تر اخیره تعقیبوم چې څه قېسم د لوبې اراده لري زه د اور شپږ بالونه په مختلف ډول ترسره کوم.

انیس سجان: تاسو به د اسټرالیا په ویکټ کافي تجربه لرئ،ځکه تاسو هلته بیګ باش لوبې ترسره کړي؟

نبي: نه یوازې زه، بلکې د ټیم درې- څلورو لوبغاړو،مجیب،راشد،قیس او ظاهرخان په بیګ باش کې لوبې کړي او د تیرو دوو-درې کالونو راهیسې لوبیږو،انشاءالله چې لوبډله به اسټرالیا کې ښې لوبې کوي.

انیس سجان: پاکستان د چټکو توپ اچوونکو په تولید مشهور دی.هندوستان بیټسمینانو مشهور دي.څنګه افغانستان دغه حیرانوونکي سپنران ترلاسه کړل، لکه مجیب،راشد،قیس او په خپله تاسو شوئ؟

نبي: مجیب شو،راشد شو،دغو بالرانو له چا څخه د بال مهارت ندی زده کړی.همداسې چینامېن ظاهرخان شو،هغه خپله طبیعي استعداد لري.مجیب کېروم بال،اف بریک بال ډیر ورائیشن یا تاو اخلي.راشد عادي سپین بال اچوي،خو په هوا کې چټک وي.ظاهرخان بیا له راشد څخه چټک توپ اچوي.دوی دغه بې ساري کوالیټي لري،ځکه خو کامیاب دي.

انیس سجان: افغانستان کې کرکټ نمبر ون دی او که فوټبال،ماته یادیږي چې فوټبال هم نمبر ون دی؟

نبي: په اوس وخت کې کرکټ په لومړي مقام دی،ځکه چې مونږ ۴- ۵ ځلې نړیوال جام کې ولوبیدو،هر چاته تجربه شوې،په اوسنیو ورځو کې زیات تعداد ځوانانو کرکټ پیل کړی دی.

انیس سجان: افغانستان اوس د ټیسټ غړیتوب هم ترلاسه کړی. په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د لوبیدو تجربه دې څنګه وه؟

نبي: ټیسټ کرکټ زما لپاره همیشه یو خوب وه.لکه پخوا مو هم همیشه په مرکو کې ویلي،چې یوه ټیسټ لوبه کې مو لوبه کړي وی او بیا له کرکټ تقاعد شوی وی.شکر الحمدالله چې درې ټیسټ لوبو کې راښکاره شوم او دوه مو وهم ګټلې.دا زما لپاره د ویاړ شیبې وې.لدې وروسته که زه له ټیسټ کرکټ تقاعد اخلم.ځوان لوبغاړي به چانس ترلاسه کړي او راتلوونکي لوبو ته به اماده وي.

انیس سجان: که چیرې په دې درې کالونو کې د سپین توپ د لوبو څخه تقاعد واخلې،آیا غواړې چې د افغانستان روزونکی شې؟

نبي: تراوسه مو پلان ندی نیولی چې زه به روزونکی شم یا نه!،زه هڅه کوم چې خپله نړیواله تجربه ځوان نسل ته ولیږدوم.د شل- دوویشت کالو د لوړ لېول کرکټ تجربه لرم.غواړم چې اکاډمۍ یې پیل کړم.که هغه اوس وي، یا وروسته وي.

انیس سجان: زه غواړم چې کتوونکو ته ښکاره کړم،چې نبي سټرایک رېټ په شل اورو لوبو کې ۱۴۰ دی.او په یوه لوبې ختمونکي لوبغاړي هم مشهور دی.کله چې بیټینګ کوې،څه قېسم بالران تر فشار لاندې راولې؟

نبي: یوازې څو لوبې مې په د فېنیشر یا ختمونکي په توګه پای ته رسولي.اکثره مو نږدې میچونه ګټلي.د سټرایک په اړه چې تاسو یادونه وکړه،څه نظر نه لرم.

انیس سجان: په نړیوال کریکټ کې دې ۱۴۲ او په عموما کې سټرایک رېټ ۱۴۵ دی.

نبي: اه،دا ډیر لوړ دی.

انیس سجان: همدا علت دی چې زه وایم بالران چې کله درته راځي،باید ویره ترې ولري ځکه نوموړی په یوه اور کې ۱۵ منډې جوړولی شي.

نبي: همیشه رن-رېټ ته ګورم.پیل په لومړي بال په سینګلو کوم.په لومړیو کې چې سېټ شم.په رن-رېټ سره په اور کې ۱۰- ۱۵ منډې وي.کله چې منډې چټکې کوې.په شپږو بالونو کې یو خامخا لوز بال درته راځي.

انیس سجان: ستا په نظر کوم یو لومړۍ بیټسمین دی،کوهلي،سمېت،ویلیمسن،جو روټ؟

نبي: فکر کوم پدې ورځو کې سمېت دی.

انیس سجان: د خوښې بالیووډ ستوری د څوک دی؟ شاروح خان،سلمان خان یا عامرخان؟

نبي: عامرخان

انیس سجان: د خوښې افغان خوراک د کوم یو دی،کابلی پلو،کابلي کباب؟

نبي: دواړه

سجان: راشد له افغانستان څخه،کولدیپ یادو د هندوستان څخه،د کوم یوه په وړاندې بیټینګ درته سخت دی؟

نبي: راشدخان،بعضې وخت د هغه بالونه نشم لوبولی.

سجان: کوم چټک بالر دی،چې ورسره مخ کیدل درته ستونزمن دي،د هغه چټک بال یا سوینګ څخه حیران شې؟

نبي: ما د ډیرو چټکو توپ اچوونکو په وړاندې لوبه کړې،تراوسه نه یم ترې ویریدلی،چې یا به مې وولي او یا به مې اوټ کړي.اسانه ده.چې وویریدې،مړ شوې.

سجان: د ای پي ایل حیدراباد ټیم کې،که څه هم دومره سترو نومونو لوبغاړي پکې نشته.یوازې ټام موډي،لکشمن او وارنر دي.خو دغه ټیم د یو متحد ټیم په نوم شهرت لري.کوم یو شی دی چې ځانګړی دی؟

نبي: د ټیم چارواکي همیشه هڅه کوي چې متحد واوسي دوی مخالف ټیم ته په کتو لوبډله جوړوي.که څه هم چې لوبغاړی فوم کې وي،بیا یې هم ډراپ کوي.دوی لوبغاړو ته ښه تمرین او ښه فېټنیس برابروي.همدا د دوی بریا لامل دی.

سجان: حیدراباد لوبډله کې د خوښې لوبغاړی د څوک دی؟

نبي: ویلیمسن.

سجان: دوبۍ که ملبورن،کوم یو خوښوې؟

نبي: دواړه ځایونه ښکلي دي.ملبورن هوا ډیره ښکلي ده،چې په ورځ کې څلور ځلې بدلیږي.دوبۍ کې جولای-نومبر میاشت کې ګرمي وي.خو جنورۍ کې ښه وي.

سجان: د پریزیډنټ یا ولسمشر لقب چا درکړ؟

نبي: کېون پېټرسن و.مونږ دواړه د کویټې لوبډلې لپاره لوبې کولې.په یوه لوبه کې ۱۶ منډو ته وروستي اور کې اړتیا وه.هغه زما وروستۍ لوبه هم وه.له هغې وروسته زمبابوې سیریز ته روانیدم.چې کله مو لوبه وګټله هوټل ته روان وو.هغه راته وویل،د افغانستان راتلوونکی ولسمشر به نبي وي.ان هغه به د تلیفون پر مهال او کمینټرۍ پر مهال به یې کاروه.

سجان: په کرکټ کې بهترین روزونکی څوک دی؟

نبي: ما د درې روزونکو ټام موډي پېل سیمونز او سټيفن فلیمینګ تر روزنې لاندې لیګونو کې لوبې کړي او د دوی په منځ کې ماته کوم توپیر نشته.دوی درې واړه مسلکي کرکټران وو.

سجان: د خوښې بالیووډ اکټره د څوک ده؟

نبي: یوه هم نه!

سجان:کله چې تاسو ګراونډ ته ځی،یو شئ درسره وي هغه خورئ…فېټ ساتلو لپاره ده؟ وچه میوه ده؟ که بل څه دي؟

نبي: کله چې زه کابل څخه راونیږم. ۱۳-۱۴ کیلو وچه میوه او زعفران راسره وي. د لوبې وروسته یې خورم.بدن همداشان ذهني فشار اراموي.

سجان: که د ایم ایس ډوهني په اړه یوه جمله ووایاست؟

نبي: یو ښه ارام او بهترین انسان دی. د هغه دروازه ۲۴ ساعته خلاصه وي.د خلکو سره یو ځای چای څښي،خبرې ورسره کوي.زه دوه-درې ځلې ورسره مخ شوی یم،ډیر ښه انسان دی.

سجان: پدې قرنطین موده کې څنګه ځان فېټ ساتې؟

نبي: د رمضان په وروستیو ورځو کې مو تمرین نه وو کړی،وزن مو زیات شوی وو.خو د اختر وروسته مو تمرین پیل کړ او ترلاسه شوی وزن مو بایلوده. مونږ خپله باډي جوړوو.شاید راتلووني جولای میاشت کې له زمبابوې سره سیالۍ ترسره کړو.

سجان: وروستۍ پیغام د څه دی؟

نبي: یوازینی پیغام مو دا دی،چې د روغتیایي چارواکو لارښوونې تعقیب کړی، لاسونه مو پریمنځئ!،ماسک وکاروئ!،تر ټولنیز لیروالی وساتئ!ددغې ناروغۍ پيښې زیاتې دي او دغه ناروغي جدي ونیسئ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ