د فرهان یوسفزي د سکرټر بارکزي‌ ګڼې ناقانونه ګمارنې ! | خبریال

د فرهان یوسفزي د سکرټر بارکزي‌ ګڼې ناقانونه ګمارنې !

خبریال وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ نه مهم اسناد ترلاسه شوي‌ چې په یو کال کې (۷۰)‌ نوې مقررۍ یا ګمارنې شوې دي‌ چې لویه برخه یې د فرهان یوسفزي د سکرټر چې د دندې ټایټل یې « چیف اډوایزر» ورکړی دی مقرر کړي دي‌.

دا کسان د کرکټ بورډ تر پخواني ‌تشکیل زیات دي‌؛ البته د ځینو لپاره پخواني ‌باتجربه مامورین ایستل شوي‌ او ځینو ته نوي‌بستونه ایجاد شوي دي .

عبدالله بارکزی چې په کرکټ‌ بورډ کې ځان د چرمین خاص نماینده او سکرټر بولي‌ په دغه لړ کې (۱۶) خپل خپلوان او ملګري‌ ځای پر ځای کړي‌ دي‌.‌

دغه کسان چې هره میاشت تر یو میلیون زیات معاش اخلي د کرکټ بورډ د سرچینو په وینا چې د بورډ ترګټو د بارکزي ‌ګټې ورته مهمې دي‌.‌

د کرکټ بورډ سرچینې وايي چې عبدالله بارکزی په بورډ کې په ناوړه چلند تورن دی او تر ډېره بریده هڅه کوي ‌چې د بورډ مامورین وډار کړي؛ هغه ځان فرهان یوسفزي‌ ته نېژدې بولي‌ د بورډ کارکونکو ته وايي‌ چې د کرکټ بورډ د رسمي‌ چارواکو پر ځای باید ده دده خبره ومنل شي‌.

هم داراز عبدالله بارکزی په بورډ کې دننه مېلمستیا وې کوي‌ او د بورډ کارکونکو ته د ا ور فهموي ‌چې ګواکې نومړی له امنیت شورا سره نېژدې اړیکي ‌لري‌ او میلمانه یې همېشه د امنیت شورا غړي‌ وي‌.

د امنیت شورا دمطبوعاتي‌ دفتر یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د امنیت شورا له نوم نه د ناوړه استفادې په تړاو به ډېر ژر د کرکټ بورډ دمشاور (سکرټري) عبدالله بارکزي‌ موضوع وسپړي .

امنیت شورا دا رد کړه چې عبدالله عبدالله بارکزی په په دغه امنیتي‌ارګان کې ژورې رېښې لري ‌او ویې ویل چې ښايي د ځینو مامورینو سره و پېژني خو دا په دې معنا نه ده چې ښاغلی بارکزی د امنیت شورا د ریس حمدالله محب ځانګړی دوست یا په کرکټ بورډ کې ددغې شورا استازی دی .

عبدالله بارکزی چې په اداري فساد او د چرمین له نومه په ناوړه ګټه اخیستنې مشهور دی امریکا ته د کرکټ بورډ د اسنادو په مټ په اخیستل شوې ویزه روان دی .

د افغانستان د کرکټ څارونکي‌په دې باور دي‌چې که چېرته عبدلله بارکزی په هم دغه بورډ کې پاتې شي؛ ښايي‌ د کرکټ بورډ ‌حالت لا نور ویجاړ او پخپله د کرکټ بورډ چرمین فرهان یوسفزی استعفا ته اړشي‌.

خبریال ډاټ کام

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ